اساسي ارزښتونه
زموږ هره پاملرنه د زغم، غوره والي او باور سره
1. مسؤلیت پېژندنه
په روغتون کې ټوله رهبري، متخصصین، استادان، محصلین او کارکوونکي په ګډ مسؤلیت ټینګار کوي. هر څوک د خپلو کړنو مسؤل دی او دا د اخلاقي چلند، د ناروغانو پاملرنې او اکاډمیکې بشپړتیا وده تضمینوي. فعاله ګډون د ناروغانو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوي او د مسلکیتوب لوړ معیارونه ساتي.
2. دیني او ملي شعایرو ته درناوی
د سپین غر مومند ۵۰ بستریز تدریسي روغتون ټول کارکوونکي او محصلین اسلام او ملي شعایرو ته درناوی لري او دا د ارزښتونو او هویت برخه ګڼي. دوی قرآن کریم، حضرت محمد (ص) او د افغانستان ملي بیرغ او سرود ته احترام کوي. دا درناوی د یووالي احساس پیاوړی کوي او د ښو تعلیمي او روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې مرسته کوي.
3. د معیارونو تطبیق
په سپین غر مومند ۵۰ بستریز تدریسي روغتون کې د لوړو زده کړو وزارت او عامې روغتیا وزارت معیارونه په اغېزمن ډول تطبیق کېږي. روغتون د محصلینو د عملي زده کړو او روغتیايي خدماتو ته لومړیتوب ورکوي او د دوامدار پرمختګ او حساب ورکولو کلتور ته وده ورکوي. د کال په جریان کې د معیارونو د تطبیق څارنه او ارزونه ترسره کېږي چې د کیفیت لرونکي زده کړو او روغتیايي خدماتو ډاډ ورکړي.
4. روڼتيا او ځواب ورکونه
روڼتیا او حساب ورکونه د روغتون د ماموریت مهمه برخه ده. روغتون په ټولو اداري چارو کې خلاصې اړیکې او روښانه پروسې تضمینوي چې باور او لوړ معیارونه رامنځته کړي. د شکایتونو، وړاندیزونو او غوښتنو اورېدو ته ارزښت ورکوي څو ستونزې ژر او ښه حل شي. د کارکوونکو، ناروغانو او ټولنې په ګډون سره د خدماتو کیفیت لوړوي او د باور فضا پیاوړې کوي.
5. عملي زده کړې او مهارتونه
عملي تدریس، څېړنې او روغتیایي پاملرنه د تدریسي روغتون د ماموریت مهمه برخه ده. روغتون محصلینو ته اړینه پوهه او عملي تجربه د عصري اړتیاوو مطابق برابروي. همدارنګه د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره بېلابېلې روزنیزې برنامې ترسره کېږي، څو د کیفیت لرونکو خدماتو وړاندې کولو ډاډ ترلاسه شي او محصلین د روغتیايي سکتور د ننګونو لپاره ښه چمتو شي.