Hospital History Image

سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون تاریخچه

سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون، چې د هېواد په ختيځ کې د سپين غر پوهنتون (ننګرهار) تدريسي روغتون دی، په (۱۳۸۸) هـ ش کال کې يې خپل فعاليت پيل کړی او تر دې دمه يې د روغتيايي خدمتونو او طبي زده کړو په ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. دا روغتون د نظري او عملي زده کړو تر منځ د پله په توګه، د طبي محصلينو لپاره يو معياري تدريسي چاپېريال برابروي او هم مهاله د سيمې خلکو ته باکيفيته معالجوي خدمات وړاندې کوي. هره خصوصي تحصيلي اداره چې په طبي برخه برخه کې فعاليت کوي، اړ ده چې د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو لپاره مناسب امکانات برابر کړي. له نېکه مرغه، سپين غر پوهنتون له پيله د خپل تدريسي روغتون په درلودلو سره، خپلو محصلينو ته د عملي زده کړو پراخ فرصتونه برابر کړي دي، چې دا چاره د مسلکي او وړ ډاکټرانو د روزنې په برخه کې مهم رول لري. د روغتون د داخله ناروغیو څانګو په برخه کې پراخ خدمات وړاندې کوي، چې پکې عمومي داخله، د کوچنيانو داخلي ناروغۍ، د نوو زيږيدلو ماشومانو ځانګړې څانګه، د قلبي ناروغيو څانګه، عقلي او عصبي ناروغۍ، جلدي ناروغۍ، انتاني ناروغۍ او توبرکلوز شامل دي. همدارنګه، روغتون په عصري وسايلو سمبال (ICU) د شديدو ناروغانو څانګه (CCU)د قلبي شديدو ناروغانو د درملنې څانګې لري، چې د بيړنيو او جدي حالاتو د مديريت لپاره کارول کېږي. د جراحي (سرجري) په برخه کې، روغتون پرمختللي خدمات وړاندې کوي چې پکې عمومي جراحي، اورتوپيدي (هډوکو)، عصبي جراحي، د کوچنيانو جراحي، نسایي ولادي ، یورولوژي، انستیزي، د سترګو، غوږ، پزې او ستوني ناروغۍ شامل دي. سربېره پر دې، پرمختللې پروسیجرې لکه ، انجیوپلاستي، پیس میکر نصبول، اندویورولوژي، لیپراسکوپیک جراحي (د کوچنیو پرانستو جراحي)، او لیتوترپسي (د ډبرو ماتولو پروسه) هم په مسلکي ډول ترسره کېږي. روغتون د ایمرجنسي (بیړني) خدماتو، ریکوري خدماتو او د غاښونو ځانګړی کلینیک هم لري، او همدارنګه د هیموډیالیزس څانګه د پښتورګو ناروغانو ته منظم خدمات وړاندې کوي. په تشخیصي برخه کې، روغتون په عصري ټکنالوژۍ سمبال دی او دقیق تشخیص لپاره بېلابېل پرمختللي خدمات وړاندې کوي. پدې کې انجیوګرافي، ایکوکاردیوګرافي، اندوسکوپي او کولونوسکوپي، ډیجیټل ایکسری، CT-Scan، MRI، الټراسونډ او ډاپلر الټراسونډ شامل دي. همدارنګه، سپایرومتري، ECG، EEG، ETT، ABG، ماموګرافي او د سږو د فعالیت ټسټونه (Pulmonary Function Test) هم ترسره کېږي. د لابراتواري خدماتو په برخه کې، پرمختللي معاینات، کلچر او انتي بیوګرام ازموینې هم په لوړ معيار ترسره کېږي. سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون له تېرو نږدې پنځلسو کلونو راهيسې، د اوږدې تجربې، مسلکي کدرونو، معیاري خدماتو او ښه شهرت له امله د خلکو باور خپل کړی دی. د روغتون مؤسس، مشرتابه او ټول کاري ټيم ژمن دي چې د ولس دا باور وساتي او لا یې پياوړی کړي. دوی هڅه کوي چې په بې پرې، شفاف او مسلکي ډول روغتيايي خدمات وړاندې کړي، او همدارنګه د طبي محصلينو لپاره يو معیاري، عملي او علمي چاپېريال رامنځته کړي، څو په راتلونکي کې هېواد ته وړ، مسلکي او ژمن ډاکټران وړاندې شي.

زموږ ژمنتیا

د سپین غر مومند درملنې او ښوونې روغتون هڅه کوي چې یو مخکښ ملي روغتیایي مرکز وي، د لوړ کیفیت خدمات وړاندې کړي، علمي څیړنې ته وده ورکړي، او نوښتګر عملي لارې چارې د غوره ناروغ پاملرنې لپاره رامنځته کړي.

د ملاقات غوښتنه وکړئ