روغتون ستراتیژیک لورې
سپن غر مومند پنځوس بستریز تدریسي او معالجوي روغتون - سپن غر پوهنتون (ننګرهار) تدریسي روغتون - د اصلي او بنسټیزو دندو مؤثر او اغېزناک ترسراوي او د روغتون پايښت د تأمينولو په موخه اوږد مهاله پلانونه جوړوي. په دې لړ کې روغتون د سپین غر پوهنتون د پنځه کلنو ستراتېژیکو اهدافو په رڼا کې - چې د لوړو زده کړو وزارت د اهدافو پر بنسټ رامینځته شوي - د داخلي او بهرني چاپيريال له مطالعه کولو وروسته د راتلونکو پنځو (۱۴۰۳ – ۱۴۰۷) کالونو لپاره ستراتېژیک پلان ترتیب کړی چې د روغتون د (۱) ګڼه (۱۴۰۳/۰۱/۱۵) نېټې اداري شورا او د پوهنتون په (۲) ګڼه (۱۴۰۳/۰۱/۲۹) نېټې علمي شورا کې رسماً تائید شوی دی.
لیدلوری
سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون غواړي چې په تشخیصیه او معالجوي برخو کې د باکیفیته صحي خدماتو وړاندې کولو او علمي څېړنو له لارې په ملي کچه د غوره او معیاري روغتون په توګه وپېژندل شي.
ماموریت
سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون د پرمختللو تشخیصیه او معالجوي طبي وسایلو، مسلکي او باتجربه متخصصینو پرمټ ټولنې او محصلینو ته داسې وقایوي او معالجوي خدمات وړاندې کوي چې د محصلینو د مسلکي پوهې زیاتوالي، مهارتونو لوړونې او ناروغانو د روغتیا سبب وګرځي.
اساسي ارزښتونه
د شفافیت، حساب ورکونې او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې معیاري روغتیايي خدمات او عملي زده کړې وړاندې کوي
ستراتیژیک اهداف
د ۱۴۰۳–۱۴۰۷ستراتیژیک اهداف د معیاري روغتیايي خدماتو، طبي زده کړو، پرمختللې زیربنا او اغېزمن مدیریت د پیاوړتیا لپاره ټاکل شوي دي
ستراتیژیک پرمختګ
د روغتون ستراتیژیک راپور د کیفیتي خدماتو او زده کړو د ښه والي لپاره د ستراتیژۍ پر تطبیق، د ونډهوالو د نظرونو پر ارزونه او د شفاف راپور ورکولو پر سیستم ولاړ دی