Director Image

روغتون د رئیس پیغام

وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا) (سورة المائدة: ۳۲))
ژباړه: او چا چې د یو انسان ژوند وژغوره، نو داسې ده لکه د ټولو انسانانو ژوند یې چې ژغورلی وي
ګرانو هېوادوالو، درنو مراجعینو، قدرمنو استادانو، محصلینو او د روغتیايي سکتور محترمو همکارانو!
په ډېر ویاړ او خوښۍ سره تاسو ته د سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون له لوري ښه راغلاست وایم. زموږ روغتون د سپين غر پوهنتون د تدريسي روغتون په توګه له (۱۳۸۸) هـ ش کال راهیسې د روغتیايي خدمتونو او طبي زده کړو په ډګر کې د خلکو خدمت ته ژمن پاتې شوی دی.
موږ باور لرو چې روغتیا د ټولنې د پرمختګ او هوساینې بنسټ جوړوي. له همدې امله زموږ موخه دا ده چې د عصري طبي معیارونو، مسلکي کدرونو او پرمختللو تشخیصيه او معالجوي امکاناتو پر مټ خپلو هیوادوالو ته خوندي، باکیفیته او د باور وړ روغتیايي خدمات وړاندې کړو. د ناروغانو درناوی، د خدمتونو کیفیت، شفافیت، مسلکیتوب او انساني ارزښتونو ته ژمنتیا زموږ د کار اساسي اصول دي.
سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون نه یوازې د ناروغانو د درملنې یو باوري مرکز دی، بلکې د طبي زده کړو او مسلکي روزنې یو مهم علمي بنسټ هم ګڼل کېږي. موږ هڅه کوو چې د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي روزنې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړو، څو راتلونکو نسلونو ته وړ، مسلکي او د خدمت احساس لرونکي ډاکټران وروزو.
زموږ روغتون د داخله ناروغیو، جراحۍ، نسایي ولادي، قلبي ناروغیو، هیموډیالیزس، بیړنیو خدمتونو او ګڼو نورو تخصصي څانګو ترڅنګ د عصري تشخیصيه وسایلو او پرمختللو طبي پروسیجرونو په درلودلو سره د سیمې د خلکو روغتیايي اړتیاوو ځواب ویلو ته چمتو دی. د روغتون ټول طبي، تدریسي او اداري پرسونل په ګډه هڅه کوي چې مراجعینو ته د نړیوالو معیارونو مطابق خدمات وړاندې کړي.
موږ د هغو زرګونو مراجعینو له باور او ملاتړ څخه منندوی یو چې په تېرو کلونو کې یې زموږ روغتون خپل د باور وړ روغتیايي مرکز ګڼلی دی. دا باور زموږ لپاره ستر مسؤلیت دی او موږ ژمن یو چې د کیفیت لوړولو، نوښتونو پلي کولو، د خدماتو پراخولو او د طبي زده کړو د پیاوړتیا له لارې به لا غوره خدمتونه وړاندې کړو.
په پای کې، د سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون د ټول مشرتابه او کارکوونکو په استازیتوب ډاډ درکوم چې موږ به د اخلاص، ژمنتیا او مسلکي اصولو پر بنسټ د ولس خدمت ته دوام ورکړو او د روغتیايي خدمتونو او طبي زده کړو په برخه کې به د غوره والي لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړو.

دوکتور اسد الله مومند
د سپین غر پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون رئیس

د ملاقات غوښتنه وکړئ