پرله پسې پوښتنې
ستاسو د عامو پوښتنو لپاره واضح ځوابونه
زموږ د داخله پرنسیپ اړوند څانګو کې عمومي داخله، د کوچنیانو داخله ناروغۍ، د نوو زیږیدلو ماشومانو ناروغۍ، قلبي ناروغۍ، عصبي ناروغۍ، جلدي ناروغۍ، انتاني ناروغۍ او توبرکلوز، او مجهز ICU او CCU شامل دي.
هو، د زړه ناروغانو لپاره د قلبي ناروغیو متخصصین، ایکوکارډیوګرافي، ECG، ETT، انجیوګرافي، انجیوپلاستي او د پیسمیکر نصبولو خدمات وړاندې کېږي.
روغتون د عمومي جراحۍ، ارتوپیدي، عصبي جراحۍ، یورولوژۍ، د ماشومانو جراحۍ، ولادي او نسایي جراحۍ، لیپراسکوپیک جراحۍ او نورو تخصصي جراحي خدماتو اسانتیاوې لري.
هو، روغتون ۲۴ ساعته بیړني خدمات وړاندې کوي او د عاجلو ناروغانو د درملنې لپاره مجهز ایمرجنسي څانګه لري.
روغتون د CT Scan، MRI، ډیجیټل ایکسری، الټراسونډ، ډاپلر الټراسونډ، ECG، EEG، ETT، سپایرومتري، اندوسکوپي او نورو عصري تشخیصي خدماتو اسانتیاوې لري.
هو، د پښتورګو ناروغانو لپاره د هیموډیالیزس ځانګړې او مجهزه څانګه فعاله ده چې د متخصصو ډاکټرانو تر څارنې لاندې خدمات وړاندې کوي.
هو، د ولادي او نسایي ناروغیو څانګه د امیندوارۍ، زیږون، نسایي جراحیو او د ښځو روغتیا اړوند تخصصي خدمات وړاندې کوي.
هو، د ماشومانو داخله ناروغیو، د نوو زیږیدلو ماشومانو ناروغیو او د ماشومانو جراحۍ ځانګړې څانګې موجودې دي.
هو، د اندوسکوپي او کولونوسکوپي خدمات د معدې، کولمو او هاضمې سیستم د ناروغیو د تشخیص او ارزونې لپاره وړاندې کېږي.
هو، روغتون د وینې، ادرار، کلچر، انتيبیوګرام او نورو لابراتواري معایناتو پراخ خدمات وړاندې کوي.