ستراتیژیک اهداف

زموږ ستراتیژیک اهداف د ناروغانو پاملرنې لوړول، طبي زده کړو پیاوړي کول او نوښتګرې څېړنې ته وده ورکول دي.

1

د عامې روغتیا وزارت د (MRS) معیارونو تطبیق

د عامې روغتیا وزارت د MRS معیارونو تطبیق او ساتنه، ترڅو د خدمتونو کیفیت، د ناروغانو خوندیتوب او د روغتون عمومي فعالیت ښه شي.

2

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې معیارونو تطبیق

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې معیارونو تطبیق او رعایت، ترڅو د زده کړو کیفیت او د ادارې فعالیتونه ښه شي.

3

د روغتون فزیکي پراختیا او رغونه

د روغتون فزیکي پراختیا او رغونه، ترڅو خوندي، معیاري او اغېزمن روغتیايي چاپېریال رامنځته شي.

4

د کادري روغتون لپاره د ټاکل شویو معیارونو تطبیق

د کادري روغتون لپاره د ټاکل شویو معیارونو تطبیق، ترڅو د طبي زده کړو، عملي روزنې او روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ شي.

5

د معیاري او پرمختللو طبي وسایلو پېرل، کارول او ترمیم

د پرمختللو طبي وسایلو پېرل، سم کارول او ساتنه ترڅو د تشخیص او درملنې د خدماتو کیفیت او اغېزمنتیا لوړه شي.

6

د معیاري تشخیصیه او معالجوي خدماتو وړاندې کول

د معیاري تشخیصیه او معالجوي خدماتو وړاندې کول ترڅو دقیق تشخیص، اغېزمنه درملنه او د ناروغانو د روغتیا ښه پایلې تضمین شي.

7

د طبي او اداري پرسونل ظرفیت لوړونه

د طبي او اداري پرسونل ظرفیت لوړونه د دوامدارو روزنو، مهارتونو پراختیا او مسلکي پرمختګ له لارې ترسره شي.

8

د روغتون اړوند برخو کې د (HMIS) بشپړ تطبیق

د روغتون اړوند ټولو برخو کې د (HMIS) بشپړ تطبیق ترڅو د معلوماتو دقت، راپور ورکول او د پرېکړو کولو اغېزمنتیا ښه شي.

9

د محصلینو معیاري او باکیفیته عملي لوړې زده کړې

محصلینو ته معیاري او باکیفیته عملي لوړې زده کړې وړاندې کول د کلینیکي روزنې، عملي زده کړو او علمي معیارونو د پیاوړتیا له لارې.

10

د عوایدو زیاتوالی او د بې ضرورته لګښتونو کنټرول

د عوایدو زیاتوالی او د بې ضرورته لګښتونو کنټرول د اغېزمن مالي مدیریت او د روغتون د سرچینو د غوره کارولو له لارې.

11

د روغتیا سکتور او ټولنې اړتیا ته په کتو د نویو وارډونو/ څانګو پرانيستل

د روغتیا سکتور او ټولنې اړتیاوو ته په کتو د نویو وارډونو او څانګو پرانیستل ترڅو روغتیايي خدمات پراخ او لاسرسی یې ښه شي.

12

په روغتون کې د متخصصینو او باتجربه معالج ډاکټرانو ګمارنه

په روغتون کې د متخصصینو او باتجربه معالج ډاکټرانو ګمارنه ترڅو کلینیکي خدمات پیاوړي او د ناروغانو د درملنې کیفیت ښه شي.

13

د تدریسي طبي پرسونل(Teaching staff) له خوا د علمي اثارو لیکنه

د تدریسي طبي پرسونل له خوا د علمي مقالو لیکلو هڅونه ترڅو د څېړنې کلتور، د پوهې شریکول او علمي پرمختګ وده ومومي.

14

په روغتون کې د غوره اداري سیستم ترویج او تطبیق

په روغتون کې د غوره اداري سیستم ترویج او تطبیق ترڅو د چارو اغېزمنتیا، همغږي او د خدمتونو کیفیت ښه شي.

15

په روغتون کې له ټولو چارو څخه داخلي څارنې او ارزونې ترسره کول

په روغتون کې له ټولو چارو څخه داخلي څارنې او ارزونې ترسره کول ترڅو د کیفیت ښه والی، حساب ورکونه او اغېزمن فعالیت تضمین شي.

16

د معیاري صحي خدماتو لپاره د زیربناو جوړول او ساتل.

د معیاري صحي خدماتو لپاره د زیربناوو جوړول او ساتل ترڅو خوندي او اغېزمن روغتیايي چاپېریال رامنځته شي.

د ستراتیژیک پلان ډاونلوډ

سند ډاونلوډ
د روغتون پنځه کلن ستراتیژیک پلان (۱۴۰۳ - ۱۴۰۷) PDF ډاونلوډ
د ملاقات غوښتنه وکړئ