عمومي جراحي وارډ
د عصري اسانتیاوو، مجربو روغتیايي کارکوونکو او لوړ کیفیت ناروغ-محوره خدمتونو سره تخصصي جراحي پاملرنه.
د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د عمومي جراحۍ وارډ د روغتون له مهمو تخصصي څانګو څخه دی چې د بېلابېلو جراحي ناروغیو د تشخیص، درملنې، جراحي عملیاتونو او د عملیات څخه مخکې او وروسته طبي پاملرنې لپاره ځانګړی شوی دی. دا وارډ د معیاري طبي اصولو او نړیوالو جراحي معیارونو پر بنسټ ناروغانو ته خوندي، اغېزمن او باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې کوي. په دې څانګه کې د عمومي جراحۍ متخصص ډاکټران، تجربه لرونکي انستیزيلوګان، مسلکي نرسان او نور روزل شوي روغتیایي کارکوونکي د ګډ ټیم په توګه د ناروغانو د تشخیص، جراحي درملنې او دوامدارې طبي څارنې لپاره فعالیت کوي. د جراحي ناروغیو دقیق تشخیص، د بېړنیو او اختیاري (Elective) جراحي عملیات ترسره کول، او د ناروغانو د رغېدو بهیر منظم تعقیب د دې وارډ له مهمو مسؤلیتونو څخه دي. د ناروغانو خوندیتوب، د خدمتونو کیفیت، د طبي اخلاقو رعایت، د انتاناتو د مخنیوي اړوند اصولو پلي کول، او د عامې روغتیا وزارت د نافذه مقرراتو او معیاري لارښودونو مراعاتول د دې څانګې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. د عمومي جراحي څانګې موخه دا ده چې ناروغانو ته د اړتیا وړ جراحي خدمات د پرمختللو طبي تجهیزاتو، مسلکي کادر او معیاري روغتیایی چاپېریال په مرسته پر وخت خوندي، او اغېزناک ډول وړاندې کړي، ترڅو د ناروغانو د روغتیا د ښه والي، چټکې رغېدنې او د ژوند د کیفیت د لوړولو زمینه برابره شي.
- • په عمومي جراحي وارډ کې د تشخیص، درملنې او جراحي بېلابېل خدمات وړاندې کېږي.
- • ناروغان د عملیات څخه مخکې د متخصصینو له خوا ارزول کېږي او اړین معاینات ورته ترسره کېږي.
- • د عملیات پر مهال او وروسته د ناروغانو دوامداره څارنه او مراقبت ترسره کېږي.
- • د درملنې پروسه د خوندي او معیاري طبي اصولو له مخې پر مخ وړل کېږي.
- • په وارډ کې د اړتیا له مخې لاندې جراحي خدمات وړاندې کېږي:
- • عمومي جراحي
- • صدري (سینې) جراحي
- • اورتوپیډي
- • یورولوژي
- • لاپراسکوپیک جراحي
- • غوږ، پزه او ستوني (ENT) جراحي
- • د سترګو عملیاتونه
- • عصبي جراحي
- • د کوچنیانو جراحي
- • ناروغانو ته د عملیات مخکې او وروسته مشورې او طبي لارښوونې ورکول کېږي.
- • د رغېدو پروسه د منظم مراقبت او تعقیبي خدماتو له لارې بشپړ ملاتړ کېږي.
- • دوکتور محب الله عابد (د څانګې مشر او د عمومي جراحي متخصص)
- • پروفیسور دوکتور شیر حسن لقماني (د صدري جراحي پروفیسور او عمومي جراحي متخصص)
- • دوکتور سلیم حبیب زی ( د عمومي جراحي متخصص)
- • دوکتور واحد امان ( د عمومي جراحي متخصص)
- • دوکتور سید مشتاق سادات (د اورتوپیډي متخصص)
- • دوکتور انعام الدین رحیمزی (د ENT غوږ، پوزې او ستوني متخصص)
- • د عمومي جراحۍ د بېلابېلو ناروغیو لپاره معیاري تشخیص او جراحي درملنه.
- • د عصري طبي تجهیزاتو او نړیوالو معیارونو سره سم مجهزې عملیات خونې ((Operation Theatres
- • د تعقیم ((Sterilization، حفظ الصحې او د انتاناتو د مخنیوي د اصولو بشپړ مراعات.
- • د عملیات څخه مخکې او وروسته د ناروغانو لپاره منظم طبي ارزونه، مراقبت او دوامداره څارنه.
- • د ناروغانو د خوندیتوب او جراحي خطرونو د کمولو لپاره د معیاري طبي پروتوکولونو او تجهیزاتو کارول.
- • د ناروغانو د وضعیت ۲۴ ساعته طبي او نرسنګ څارنه.
- • د ناروغانو لپاره پاکې، منظمې او مجهزې بستر خونې.
- • د شدیدو او بحراني ناروغانو د پاملرنې لپاره مجهز د عاجلې پاملرنې واحد ((I.C.U
- • د کوچنیو جراحي اقداماتو د ترسره کولو لپاره معیاري پروسیجر خونه ((Procedure Room
- • د ناروغانو د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره د باکیفیته او د لاسرسي وړ جراحي خدمتونو وړاندې کول.
- • د ټولو جراحي فعالیتونو تنظیم او تطبیق د عامې روغتیا وزارت د نافذه مقرراتو، لارښودونو او معیاري اصولو سره سم.