عمومي داخله ناروغیو څانګه
د داخله ناروغیو وارډ د روغتون یوه مهمه څانګه ده چې د بدن د داخلي ناروغیو تشخیص، درملنه او دوامداره څارنه ترسره کوي
د عمومي داخلې څانګه د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون له مهمو معالجوي او تخصصي څانګو څخه ده، چې د بېلابېلو داخلي ناروغیو د تشخیص، درملنې او دوامدارې څارنې لپاره معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کوي. دا څانګه د تجربه لرونکو متخصصینو، معالج ډاکټرانو او مجربو نرسانو په مرسته فعالیت کوي او ناروغانو ته خوندي، باکیفیته او پر وخت روغتیايي خدمات برابروي. په دې څانګه کې د داخلي ناروغیو بېلابېل ډولونه د نړیوالو طبي معیارونو سره سم تشخیص او درملنه کېږي. متخصص ډاکټران او معالجین د ناروغانو د روغتیايي وضعیت ارزونه، د اړتیا وړ معایناتو غوښتنه، د درملنې پلان جوړونه او د ناروغانو دوامداره څارنه ترسره کوي، ترڅو ناروغان غوره او اغېزمنه درملنه ترلاسه کړي. د عمومي داخلې څانګه د مجربو او مسلکي نرسانو له خوا د ۲۴ ساعته نرسنګ خدمات وړاندې کوي، چې پکې د ناروغانو دوامداره څارنه، د درملو تطبیق، حیاتي نښو (Vital Signs) ارزونه او د ناروغانو روغتیايي پاملرنه شامل دي. دغه څانګه د عمومي داخلې، توبرکلوز (TB)، انتاني، د زړه، او شدیدو ناروغانو لپاره د ځانګړې پاملرنې (ICU/CCU) په برخه کې تخصصي خدمات وړاندې کوي. د اړتیا په صورت کې ناروغان د اړوندو تخصصي څانګو سره همغږي او راجع کېږي، ترڅو د درملنې بهیر په غوره توګه ترسره شي. د عمومي داخلې څانګه د روغتون د معالجوي خدمتونو له اساسي برخو څخه ده او د متخصصو ډاکټرانو، مجربو نرسانو او معیاري درملیزو کړنلارو په مټ د ناروغانو د تشخیص، درملنې او روغتیايي پاملرنې په برخه کې مهم او اساسي رول ترسره کوي.
- (OPD) خدمات: د عمومي داخلې توبرکلوز (TB)، انتاني او د زړه ناروغانو معاینه، تشخیص، مشوره او د درملنې تعقیب.
- (IPD) خدمات: د بستر ناروغانو لپاره ۲۴ ساعته درملنه، څارنه او تخصصي پاملرنه.
- د ځانګړې پاملرنې څانګې (ICU/CCU): د داخلې او قلبي جدي او بحراني ناروغانو لپاره دوامداره څارنه او پرمختللې درملنه.
- د زړه الټراساونډ (Echocardiography - Echo): د زړه د جوړښت، والونو او د زړه د فعالیت دقیق ارزونه.
- د زړه ګراف (Electrocardiography - ECG): د زړه د برېښنایي فعالیت ثبت او د بېلابېلو قلبي ناروغیو تشخیص.
- پرکیوټینیوس کورونري مداخله (PCI): د زړه د تنګو یا بندو شویو رګونو د پرانیستلو او سټنټ ایښودلو پرمختللی درملیز پروسیجر.
- د زړه د رګونو انجیوګرافي (Coronary Angiography): د زړه د رګونو د بندښت، تنګوالي او نورو ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره پرمختللې معاینه.
- • دوکتور عبدالقادر دردمن د انتاني او داخله ناروغیو متخصص
- • دوکتور الفت الله زاهد د داخله ناروغیو متخصص
- • دوکتور روستم شاه یار د داخله ناروغیو متخصص
- • دوکتور ساجد د مداخلوي قلبي ناروغیو متخصص
- • دوکتور حبیب الرحمن مشواڼی مداخلوي قلبي ناروغیو متخصص
- • دوکتور وحیدالله نبي زاده د داخله ناروغیو متخصص
- • دوکتور انصارالله صافی د داخله ناروغیو متخصص
- مجهز د عمومي داخلې وارډ (Internal Medicine Ward): د داخل بستر ناروغانو لپاره په معیاري طبي تجهیزاتو او اړینو اسانتیاوو سمبال وارډ.
- مجهزه GICU (General Intensive Care Unit) او CCU (Cronary Care Unit)د جدي او بحراني ناروغانو لپاره د ځانګړې پاملرنې څانګه، چې د ۲۴ ساعته طبي او نرسنګ څارنې اسانتیاوې لري.
- منظمې او معیاري بستر خونې: پاکې، منظمې او آرامه خونې چې د ناروغانو د مناسبې درملنې او استراحت لپاره برابرې شوې دي.
- ۲۴ ساعته نرسنګ خدمات: د مجربو او مسلکي نرسانو له خوا دوامداره روغتیايي پاملرنه او څارنه.
- د متخصصو او معالجو ډاکټرانو خدمات: د داخلي ناروغیو متخصصینو او معالجو ډاکټرانو له خوا منظمې معاینې او درملنه.
- د حیاتي نښو د څارنې وسایل (Vital Signs Monitoring): د ناروغانو د وینې فشار، نبض، اکسیجن او نورو حیاتي نښو د دوامدارې څارنې لپاره مجهز وسایل.