د کوچنیانو داخله ناروغيو څانګه
د کوچنیانو ناروغیو وارډ د ماشومانو او نویو زیږېدلو ماشومانو د ناروغیو د تشخیص، درملنې او څارنې لپاره ځانګړې څانګه ده
د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د کوچنیانو ناروغیو څانګه د روغتون له مهمو تخصصي څانګو څخه ده چې د نویو زېږېدلو ماشومانو، کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د ناروغیو د تشخیص، درملنې، دوامدارې څارنې او وقایوي پاملرنې لپاره ځانګړی شوی دی. دا وارډ د ماشومانو د ځانګړو روغتیایي اړتیاوو په پام کې نیولو سره په داسې معیاري او ماشوم-محوره چاپېریال کې روغتیایي خدمات وړاندې کوي چې د ناروغانو خوندیتوب، هوساینه او چټکه رغېدنه تضمین کړي. په دې څانګه کې د ماشومانو متخصص ډاکټران، مسلکي او تجربه لرونکي نرسان، او نور روغتیایي کارکوونکي د ګډ ټیم په توګه د ماشومانو د بېلابېلو ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره فعالیت کوي. په دې وارډ کې د تنفسي ناروغیو، هضمي ستونزو، انتاني ناروغیو، تغذیوي کمښتونو، او نورو عامو او پېچلو ماشومانو ناروغیو تشخیص او درملنه د معیاري طبي اصولو له مخې ترسره کېږي. سربېره پر درملنې، د ماشومانو د ودې او پرمختګ دوامداره ارزونه هم د دې څانګې له مهمو مسؤلیتونو څخه ده. همدارنګه، والدینو او سرپرستانو ته د ماشومانو د سالمې تغذیې، وقایوي پاملرنې، واکسیناسیون، د ناروغیو د مخنیوي او د کورنۍ روغتیایي پاملرنې اړوند لازمې مشورې او لارښوونې وړاندې کېږي. د کوچنیانو ناروغیو وارډ د ناروغانو د عمر، روغتیایي وضعیت او ځانګړو اړتیاوو له مخې مناسبه درملنه، دوامداره طبي څارنه او د معیاري طبي تجهیزاتو کارول تضمینوي. د ناروغانو د خوندیتوب، کیفیت لرونکو روغتیایي خدمتونو او غوره درملیزو پایلو ترلاسه کول د دې څانګې له اساسي موخو څخه دي، ترڅو ماشومان په خوندي، آرام او مسلکي چاپېریال کې مؤثره درملنه او پاملرنه ترلاسه کړي.
- • د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د کوچنیانو ناروغیو وارډ د ماشومانو د روغتیا د ساتنې، تشخیص، درملنې او وقایوي پاملرنې په موخه لاندې تخصصي خدمات وړاندې کوي:
- • اساسي تخصصي خدمات
- • د نویو زېږېدلو ماشومانو، کوچنیانو او تنکیو ځوانانو جامع طبي ارزونه او درملنه.
- • د ماشومانو د عامو او پېچلو ناروغیو تشخیص، درملنه او طبي مدیریت.
- • د تنفسي ناروغیو، لکه سینه بغل، سالنډۍ (Asthma او تنفسي انتاناتو) تشخیص او درملنه.
- • د هضمي سیستم ناروغیو، د نس ناستې او د اوبو او مالګو د کموالي (Dehydration)تداوي.
- • د تبې، انتاني او ساري ناروغیو تشخیص، درملنه او دوامداره څارنه.
- • د تغذیوي کمښتونو، د ودې او پرمختګ د اختلالاتو ارزونه، شننه او درملنه.
- • د ماشومانو د فزیکي ودې او پرمختګ منظم ارزونه او څارنه.
- • د بستر ناروغانو دوامداره طبي مراقبت، څارنه او درملنه.
- • والدینو او د کورنۍ غړو ته د ماشومانو د روغتیا، تغذیې، واکسیناسیون او وقایوي پاملرنې اړوند روغتیایي مشورې او لارښوونې.
- • د اړتیا په صورت کې ناروغانو ته نورو تخصصي څانګو ته راجع کول.
- • د (OPD خارج بستر) خدمات
- • د ماشومانو د ورځنیو ناروغیو معاینه او تشخیص.
- • د ناروغانو لپاره د درملنې پلان جوړول او تعقیبي معاینات.
- • د متخصص ډاکټرانو مشورې او طبي ارزونې.
- • د (IPD داخل بستر) خدمات
- • د هغو ماشومانو بستر کول چې دوامدارې طبي پاملرنې ته اړتیا ولري.
- • ۲۴ ساعته طبي او نرسنګ مراقبت.
- • د ناروغ د حالت دوامداره ارزونه، درملنه او څارنه.
- • د اطفالو اړوند طبي پروسیجرونه
- • د ماشومانو اړوند اړین تشخیصي او درملیز پروسیجرونه د معیاري طبي اصولو سره سم ترسره کول.
- • د بېړنیو طبي مداخلو او اړینو تخصصي اقداماتو ترسره کول.
- • د فوتوتراپي (Phototherapy) خدمات
- • د نویو زېږېدلو ماشومانو د ژېړي (Neonatal Jaundice) د درملنې لپاره د معیاري فوتوتراپي خدمات.
- • د درملنې پر مهال د ماشوم دوامداره طبي څارنه او ارزونه.
- • د نویو زېږېدلو ماشومانو د ساتنې ځانګړی واحد
- • د نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې لپاره مجهز او معیاري اطاق.
- • د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره د تودوخې ساتنې، اکسیجن، تغذیې او دوامدارې څارنې اسانتیاوې.
- • د وخت څخه مخکې زېږېدلو او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لرونکو ماشومانو لپاره ځانګړي خدمات.
- • د زېږون پر مهال د نویو زېږېدلو ماشومانو د احیا مجدد (Neonatal Resuscitation) خدمات
- • د زېږون پر مهال د نویو زېږېدلو ماشومانو د احیا لپاره مجهز تجهیزات او ځانګړی روزل شوی طبي ټیم.
- • د تنفسي ستونزو او نورو بېړنیو حالتونو په صورت کې سمدستي او معیاري طبي مداخله.
- • د ماشوم د ژوند د ژغورنې او ثبات لپاره د نړیوالو طبي معیارونو مطابق خدمات.
- • ډاکټر رحم دل شیرزاد – د کوچنیانو څانګې مشر او د اطفالو متخصص.
- • ډاکټر امیدالرحمن ځلاند – د اطفالو متخصص.
- • ډاکټر محمد مشعل کریمي – د اطفالو متخصص.
- • ډاکټر ثناءالله محمدي – د اطفالو متخصص.
- • ډاکټر حیات الله حیات – د اطفالو معالج.
- • د ماشومانو ناروغیو متخصص او مجرب ډاکټران (Pediatric Specialists.)
- • د ماشومانو لپاره مجهزې، معیاري او آرامه بستر خونې.
- • د ماشومانو د عمر او طبي اړتیاوو پر بنسټ تخصصي او معیاري درملنه.
- • پرمختللي طبي، تشخیصي او درملیز تجهیزات.
- • مسلکي، تجربه لرونکي او روزل شوي نرسان او روغتیایي کارکوونکي.
- • د ماشومانو د ودې او پرمختګ د ارزونې او څارنې منظم سیستم.
- • د بستر ناروغانو لپاره د دوامدارې طبي څارنې او مراقبت اسانتیاوې.
- • خوندي، پاک او ماشوم-محوره روغتیایي چاپېریال.
- • والدینو او سرپرستانو ته د روغتیایي پوهاوي، تغذیې او وقایوي پاملرنې اړوند مشورې.
- • د ماشومانو د بیړنیو ناروغیو او عاجلو حالتونو د مدیریت لپاره لازمې اسانتیاوې.
- مجهزې بستر خونې: د ماشومانو د آرامتیا، خوندیتوب او مؤثرې درملنې لپاره په معیاري طبي تجهیزاتو سمبال بستر خونې، چې د دوامدارې طبي څارنې ټولې اسانتیاوې لري.
- د فوتوتراپي (Phototherapy) واحد: د نویو زېږېدلو ماشومانو د ژېړي (Neonatal Jaundice) د درملنې لپاره معیاري فوتوتراپي تجهیزات او خدمات، چې د متخصصینو تر دوامدارې څارنې لاندې ترسره کېږي.
- انکیوبیټر (Incubator): د وخت څخه مخکې زېږېدلو، کم وزن لرونکو او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره پرمختللي انکیوبیټرونه، چې د مناسبې تودوخې، رطوبت او خوندي چاپېریال د برابرولو اسانتیا لري.
- د وینې د تبادلې خونه (Exchange Transfusion Room): د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره د وینې د تبادلې (Exchange Transfusion) پروسیجرونو د ترسره کولو ځانګړې او مجهزه خونه، چې د نړیوالو طبي معیارونو سره سم د متخصص طبي ټیم تر څارنې لاندې خدمات وړاندې کوي.