د سترګو ناروغیو څانګه
د سترګو ناروغیو وارډ د سترګو د تشخیص، درملنې او جراحي خدماتو لپاره ځانګړې تخصصي څانګه ده
د سترګو څانګه د ناروغانو د معاینې، تشخیص او درملنې لپاره په پرمختللو طبي وسایلو او معیاري تجهیزاتو سمبال ده. دغه څانګه یوه مجهزه عملیاتي خونه لري چې د سترګو د بېلابېلو جراحي عملیاتو د ترسره کولو لپاره اړین پرمختللي وسایل او تجهیزات پکې موجود دي. همدارنګه، د خارج بستر ناروغانو (OPD) د معاینې او دقیق تشخیص لپاره پرمختللي طبي وسایل او تجهیزات په واک کې لري، چې د سترګو د بېلابېلو ناروغیو په تشخیص او ارزونه کې ترې ګټه اخیستل کېږي. د ناروغانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د عینکو بېلابېل ډولونه او فریمونه هم موجود دي، څو ناروغان وکولای شي د خپلې اړتیا او طبي سپارښتنې له مخې مناسب فریم انتخاب کړي. سربېره پر دې، دغه څانګه مجهز د انستیزۍ خونه، مسلکي او روزل شوي روغتیايي کارکوونکي لري، چې د جراحي عملیاتو پر مهال د ناروغانو د خوندیتوب، څارنې او معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري. په ټوله کې، د سترګو څانګه د ناروغانو د معاینې، تشخیص، درملنې او جراحي عملیاتو لپاره له اړینو طبي امکاناتو، پرمختللو تجهیزاتو او مسلکي پرسونل څخه برخمنه ده او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
- • د OPD (خارج بستر ناروغانو څانګې) له لارې هره ورځ د سترګو ناروغانو معاینه، کلینیکي ارزونه، تشخیص او درملنه ترسره کېږي.
- • هغه ناروغان چې د جراحي درملنې اړتیا ولري، د تخصصې ارزونې وروسته ورته د سترګو اړوند جراحي عملیات په مجهزه عملیاتي خونه کې ترسره کېږي.
- • د ناروغانو د لید د ستونزو د دقیقې ارزونې او د مناسبې عینکې د نمبر د ټاکلو په موخه، د کمپیوټري وسایلو په مرسته د سترګو معاینه او د عینکو نمبر ټاکنه ترسره کېږي.
- • د طبي محصلینو د مسلکي او عملي ظرفیت د لوړولو په موخه، هره اوونۍ درې ورځې منظمې عملي زده کړې او کلینیکي روزنه د مسلکي کادر تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
- د ناروغانو د تشخیص، درملنې او جراحي پروسیجرونو پر مهال د معیاري طبي اصولو او مسلکي پروتوکولونو مطابق روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
دوکتور محمداجان محمدي د سترګو څانګې اړوند ټرینر متخصص
- • مجهزه عملیات خونه چې د سترګو د جراحي عملیاتو لپاره اړین پرمختللي تجهیزات لري.
- • د OPD ناروغانو د معاینې او تشخیص لپاره پرمختللي طبي وسایل او تجهیزات.
- • د سترګو د معاینې او د ناروغانو د لید د ارزونې لپاره کمپیوټري او تشخیصي وسایل.
- • د ناروغانو د اړتیا له مخې د عینکو بېلابېل فریمونه او اړوندې اسانتیاوې.
- • د جراحي عملیاتو لپاره مجهزه د انستیزي خونه او اړین تجهیزات.
- • د ناروغانو د پاملرنې او څارنې لپاره مسلکي او روزل شوي نرسان.
- • د سترګو د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحي خدمتونو لپاره مسلکي او متخصص طبي کادر.
- • د محصلینو د عملي زده کړو او کلینیکي روزنې لپاره مناسب چاپېریال.
- • د ناروغانو د معاینې، درملنې او جراحي خدمتونو لپاره مناسب فزیکي او روغتیايي چاپېریال.
- • Slit Lamp: د OPD ناروغانو د سترګو د دقیقې معاینې او د سترګو د بېلابېلو ناروغیو د تشخیص لپاره کارول کېږي.
- • Auto Refraction: د ناروغانو د سترګو د انکساري ستونزو د ارزونې او د عینکو د مناسب نمبر د معلومولو لپاره کارول کېږي.
- • Micro-Surgery Machine: د سترګو د مایکرو جراحي عملیاتو د ترسره کولو لپاره کارول کېږي.
- • Trail Box: د سترګو د معاینې او د عینکو د مناسب نمبر د ټاکلو لپاره موجود ده.
- • د بستر اسانتیا: په څانګه کې د هغو ناروغانو لپاره چې د بستر او دوامدارې څارنې اړتیا ولري، د بستریدو اسانتیا موجوده ده.