د غوږ، پوزې او ستونې څانګه
د غوږ، پزې او ستونې وارډ د ENT ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحي خدماتو لپاره ځانګړې تخصصي څانګه ده
د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د غوږ، پزې او ستونې (ENT) وارډ د روغتون له مهمو او تخصصي څانګو څخه دی چې د غوږ، پزې، ستونې او غاړې د اړوندو ناروغیو د تشخیص، درملنې، جراحي مداخلو او دوامدارې طبي څارنې لپاره ځانګړی شوی دی. دا وارډ د معیاري طبي اصولو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ ناروغانو ته خوندي، دقیق او باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې کوي. په دې څانګه کې د غوږ، پزې او ستونې متخصص ډاکټران، تجربه لرونکي نرسان، د انستیزۍ متخصصین او نور مسلکي روغتیایي کارکوونکي د ګډ ټیم په توګه د ناروغانو د تشخیص، درملنې او جراحي خدماتو د وړاندې کولو لپاره فعالیت کوي. د پرمختللو طبي تجهیزاتو او معیاري تشخیصي میتودونو په مرسته د هر ناروغ روغتیایي وضعیت په دقیق ډول ارزول کېږي او د اړتیا له مخې ورته مناسب درملنیز پلان ترتیبېږي. په دې وارډ کې د غوږ مزمن او حاد انتانات، د اورېدنې کمښت، د غوږ بندښت، د پزې بندښت، الرژیکې ناروغۍ، ساینوسونه، د تنفسي لارې ستونزې، د ستوني التهاب، ټانسلونو (Tonsillitis)التهابات، د غږ اختلالات او غاړې اړوند نورې ناروغۍ تشخیص او درملنه کېږي. همدارنګه، د اړتیا په صورت کې د درملنې ترڅنګ بېلابېل تخصصي پروسیجرونه او جراحي عملیات ترسره کېږي. د دې څانګې له مهمو خدمتونو څخه د ټانسلونو جراحي، د پزې او ساینوسونو جراحي، د غوږ جراحي، د جاغور جراحي، د غاړې کتلاتو جراحي او نور د غوږ، پزې او ستونې تخصصي عملیات شامل دي. دغه وارډ د بیړنیو ENT حالاتو، لکه شدیدو انتاناتو، ټپونو، ناڅاپي اورېدنې ستونزو او د تنفسي لارې د بېړنیو اختلالاتو د مدیریت لپاره هم بشپړ چمتووالی لري، ترڅو ناروغانو ته په مناسب وخت کې عاجل او مؤثر روغتیایي خدمات وړاندې شي. د ENT وارډ ټول جراحي عملیات د باتجربه متخصصو ډاکټرانو، مسلکي نرسانو او د انستیزۍ متخصصینو له لوري، په مجهزو عملیات خونو کې ترسره کېږي. همدارنګه، د جراحي وروسته د هغو ناروغانو لپاره چې ځانګړې طبي پاملرنې ته اړتیا ولري، د مجهز د عاجلې پاملرنې واحد (ICU) اسانتیاوې هم موجودې دي، ترڅو د ناروغانو خوندیتوب، چټکه رغېدنه او غوره درملیزې پایلې تضمین شي.
- • د IPD خدمات
- • د OPD خدمات
- • د غوږ ناروغیو تشخیص او درملنه
- • د پزې ناروغیو تشخیص او درملنه
- • د ستوني ناروغیو تشخیص او درملنه
- • د ټانسلونو (Tonsils) درملنه او جراحي عملیات
- • د ساینوسونو (Sinusitis) التهابات تشخیص او مدیریت
- • د اورېدنې د کمښت تشخیص او ارزونه
- • د ENT جراحي پروسیجرونو ترسره کول
- • د غوږ، پزې او ستوني د بیړنیو حالاتو مدیریت
- • د اورېدنې اړوند تشخیصي معاینات ترسره کول
- • د ناروغانو لپاره د روغتیایي مشورو او وقایوي لارښوونو وړاندې کول
دوکتور انعام الدین رحیم زی د غوږ، پزې او ستوني د ناروغیو متخصص
- • د ENT متخصص ډاکټران (Ear, Nose & Throat Specialists)
- • مجهز معاینه خونې د دقیق تشخیص لپاره
- • د ENT جراحۍ لپاره مجهز عملیاتي خونې
- • پرمختللي طبي او جراحي تجهیزات
- • مسلکي او تجربه لرونکي نرسان
- • اړوند معیاري پروسیجرونه
- • مجهزه ICU