عقلي او عصبي څانګه
عقلي او عصبي وارډ د رواني او عصبي ناروغیو د تشخیص، درملنې او بیا رغونې لپاره ځانګړې تخصصي څانګه ده
د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د عقلي او عصبي ناروغیو څانګه د روغتون له مهمو او تخصصي څانګو څخه دی چې د رواني او عصبي ناروغیو د تشخیص، درملنې، دوامدارې څارنې او بیا رغونې لپاره ځانګړی شوی دی. دا څانګه د معیاري طبي اصولو او نړیوالو روغتیایي معیارونو پر بنسټ ناروغانو ته خوندي، باکیفیته او هر اړخیز روغتیایي خدمات وړاندې کوي، ترڅو د ناروغانو رواني او عصبي روغتیا بېرته اعاده او د ژوند کیفیت یې لوړ شي. په دې څانګه کې د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص ډاکټران، رواني مشاورین، تجربه لرونکي نرسان او نور مسلکي روغتیایي کارکوونکي د ګډ ټیم په توګه د ناروغانو د دقیقې ارزونې، تشخیص، درملنې او دوامدارې څارنې لپاره فعالیت کوي. د هر ناروغ روغتیایي وضعیت د کلینیکي ارزونو، لابراتواري معایناتو او اړینو تشخیصي ازموینو پر بنسټ ارزول کېږي او د هغه د اړتیاوو مطابق ورته انفرادي درملنیز پلان ترتیبېږي. په دې څانګه کې د ذهني فشار (Stress)، اضطراب (Anxiety)، خپګان (Depression)، بایپولر اختلال (Bipolar Disorder)، شیزوفرینیا (Schizophrenia)، د حافظې اختلالات، د اعصابو ناروغۍ، تشنج (Epilepsy)، د خوب اختلالات او نورې رواني او عصبي ناروغۍ د معیاري طبي اصولو او لارښوونو له مخې تشخیص او درملنه کېږي. د دې څانګه اساسي موخه یوازې د ناروغیو درملنه نه ده، بلکې د ناروغانو عصبي او رواني ثبات بېرته اعاده کول، د هغوی د خپلواک ژوند وړتیا لوړول، د ټولنیز او کورني ژوند سره د بیا یوځای کېدو زمینه برابرول او د ژوند د کیفیت ښه کول هم د دې څانګې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. دا څانګه د رواني او عصبي ناروغانو لپاره خوندي، آرام او ملاتړی درملیز چاپېریال برابروي، چېرې د شدیدو رواني او عصبي ناروغیو لرونکي ناروغان د متخصصو روغتیایي کارکوونکو تر دوامدارې طبي څارنې لاندې ساتل کېږي. سربېره پر دې، د ناروغانو کورنیو ته د رواني روغتیا، د ناروغ د چلند د مناسب مدیریت، د درملنې د دوام او اوږدمهاله ملاتړ په اړه لازمې مشورې او روغتیایي پوهاوی هم وړاندې کېږي. د اړتیا په صورت کې رواني درملنه (Psychotherapy)، فردي او کورنۍ مشورې، رواني ارزونې او د بیا رغونې (Rehabilitation) پروګرامونه د متخصصینو تر څارنې لاندې ترسره کېږي، ترڅو ناروغان وکولای شي بېرته خپل عادي او سالم ژوند ته ستانه شي.
- • دOPD خدمات
- • د IPD خدمات
- رواني مشورې (Psychological Counseling)
- د رواني ستونزو د مدیریت، د عصبي روغتیا د پیاوړتیا او د ناروغانو د ټولنیز او کورني ژوند د ښه والي لپاره تخصصي مشورې.
- د دماغ برقي ثبت (Electroencephalography - EEG): د دماغ د برقي فعالیت د ارزونې لپاره معیاري EEG معاینات، چې د تشنج (Epilepsy)، د شعور اختلالاتو او نورو عصبي ناروغیو په تشخیص کې کارول کېږي.
- د اعصابو د لېږد د سرعت معاینه (Nerve Conduction Study - NCS):د اعصابو د فعالیت او د عصبي زیانونو د تشخیص لپاره د NCS معاینات.
- د عضلاتو د برقي فعالیت معاینه (Electromyography - EMG): د عضلاتو او اعصابو د فعالیت د ارزونې لپاره د EMG معاینات، چې د عضلاتي او عصبي ناروغیو په دقیق تشخیص کې مرسته کوي.
دوکتور عبدالمالک ساپی د رواني او عصبي ناروغیو متخصص
- • د رواني او عصبي ناروغیو د معاینې او تشخیص لپاره مجهز د OPD بهرنیو ناروغانو خدمات.
- • د هغو ناروغانو لپاره معیاري IPD بستر ناروغانو خدمات چې دوامدارې طبي او رواني پاملرنې ته اړتیا لري.
- • د بیړنیو رواني او عصبي ناروغیو یا اختلالاتو د مدیریت لپاره مجهزې عاجلې خونې.
- • د نړیوالو معیارونو سره سم معیاري او مسلکي رواني مشورې او رواني درملنې (Psychotherapy) خدمات.
- • د ناروغانو د محرمیت د ساتنې لپاره د رواني مشاورو ځانګړې، منظمې او محرمې خونې.
- • د رواني او عصبي ناروغانو لپاره خوندي، آرام او درملیز چاپېریال.
- • د ناروغانو د دوامدارې طبي څارنې او نرسنګ مراقبت اسانتیاوې.
- • د متخصصو رواني او عصبي ډاکټرانو، رواني مشاورینو، نرسانو او نورو مسلکي روغتیایي کارکوونکو له لوري ۲۴ ساعته روغتیایي خدمتونه.