طبي پروفایل متخصص دوکتور روستم شاه یار Spinghar Momand Hospital

د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل

علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي

متخصص دوکتور روستم شاه یار

متخصص دوکتور روستم شاه یار

عمومي داخله

د داخله او قلبي ناروغیو په تشخیص او درملنه کې مسلکي تجربه لري.

  • متخصص دوکتور روستم شاه یار په ۱۳۹۱ هـ.ل کال کې د کونړ ولایت د عمراخان له عالي لیسې څخه د فراغت سند ترلاسه کړی دی. نوموړي په همدې کال کې د سپین غر پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي ته شامل شو او په ۱۳۹۷ هـ.ل کال کې یې د معالجوي طب له پوهنځي څخه په اعلی درجه فارغ شو.
  • ډاکټر روستم شاه یار له فراغت وروسته په ۱۳۹۷ هـ.ل کال کې د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون د داخله څانګې د تخصص پروګرام ته شامل شو او په ۱۴۰۰ هـ.ل کال کې یې په بریالیتوب سره د تخصص دوره بشپړه کړه او د داخله ناروغیو د متخصص په توګه یې خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکړ.
  • ښاغلی متخصص ډاکټر روستم شاه یار د تخصص له بشپړولو وروسته د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د داخله او قلبي ناروغیو په څانګو کې په دنده بوخت دی، چېرې چې د بېلابېلو داخله او قلبي ناروغیو د تشخیص، درملنې او ناروغانو د څارنې په برخه کې عملي او مسلکي خدمتونه وړاندې کوي.
  • نوموړی د داخله او قلبي ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې مسلکي وړتیا لري او هڅه کوي چې خپلو ناروغانو ته د معیاري طبي اصولو، دقیق تشخیص او مناسبې درملنې پر بنسټ روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
  • لیسانس: سپین غر پوهنتون معالجوي طب پوهنځی
  • تخصص: ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون داخله ناروغیو څانګه
  • مسلکي ترینینګونه:
  • • ایکو کارډیوګرافي
  • • انجیو ګرافي
  • • BLS & ALS
  • • IP
  • ایکوکارډیوګرافي (Echocardiography) او د زړه د ناروغیو تشخیص
  • ICU د جدي پاملرنې څانګه کې د ناروغانو مدیریت او درملنه
  • داخله معالجه (Internal Medicine) او د بېلابېلو داخله ناروغیو تشخیص او درملنه
  • تدریس او علمي فعالیت، په ځانګړي ډول د داخله معالجې اړوند موضوعاتو کې
  • • انتاني + TB نظري
  • • عمومي داخله عملي
  • د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ پورې
  • ایمیل ادرس: rostamshah.yar12@gmail.com
  • اړیکو شمیره:+93787272204
د ملاقات غوښتنه وکړئ