طبي پروفایل
دوکتور وحید الله نبي زاده
Spinghar Momand Hospital
د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل
علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي
دوکتور وحید الله نبي زاده
عمومي داخله
د داخله ناروغیو، اندوسکوپي او کولونوسکوپي په برخو کې مسلکي تجربه لري.
- دوکتور وحیدالله نبي زاده په ۱۳۹۸ هـ.ل کال کې د سپین غر پوهنتون د معالجوي طب له پوهنځي څخه په اعلی درجه فارغ شوی دی. نوموړي له فراغت وروسته خپلې عملي زده کړې د پاکستان په لاهور کې ترسره کړي او د مسلکي زده کړو او عملي تجربې په ترلاسه کولو کې یې مهم پړاوونه بشپړ کړي دي.
- دوکتور وحیدالله نبي زاده په ۱۳۹۹ هـ.ل کال کې د ثناء حبیبي روغتون د داخله معالج په توګه خپله مسلکي دنده پیل کړه او په همدې کال کې یې د اندوسکوپي (Endoscopy) او کولونوسکوپي (Colonoscopy) په برخو کې عملي زده کړې هم پیل کړې چې په ۱۴۰۱ هـ.ل کال کې یې د دغو برخو دوه کلنه مسلکي روزنیزه دوره په بریالیتوب سره بشپړه او اړوند سند یې ترلاسه کړ.
- نوموړي په ۱۴۰۱ هـ.ل کال کې د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون سره خپله دنده پیل کړه. چې د خپل مسلکي فعالیت ترڅنګ یی د سپین غر پوهنتون د داخله څانګې د استاد په توګه هم دنده ترسره کړې او د اندوسکوپي او کولونوسکوپي د برخې د مسؤل په توګه هم پاتي شوی دی.
- ډاکټر وحیدالله نبي زاده د سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون د سرطبابت د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده او د روغتیايي خدمتونو د تنظیم، کلینیکي چارو او مسلکي فعالیتونو په برخه کې یې ونډه اخیستې ده. همداراز یی د خپل مسلکي ظرفیت د لوړولو په موخه په بېلابېلو سمینارونو، ورکشاپونو او علمي کنفرانسونو کې ګډون ترسره کړی دی.
- نوموړی اوس مهال د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون کې د داخله ناروغیو د معالج، اندوسکوپي او کولونوسکوپي د مسؤل په توګه دنده ترسره کوي او د داخله ناروغیو د تشخیص او درملنې، همدارنګه د هاضمي سیستم د ناروغیو د تشخیص په برخه کې عملي او مسلکي خدمتونه وړاندې کوي.
- لیسانس: سپین غر پوهنتون معالجوي طب پوهنځی
- مسلکي ترینینګونه:
- • Diploma in Diagnostic Endoscopy & Colonoscopy
- • HMIS
- • Research Grant
- • Research Methodology
- داخله معالجه GICU, (Internal Medicine) او د بېلابېلو داخله ناروغیو تشخیص او درملنه
- اندوسکوپي (Endoscopy) او د هاضمي سیستم د ناروغیو تشخیص او پروسیجرونه ترسره کول
- کولونوسکوپي (Colonoscopy) او د کولمو د ناروغیو تشخیص او پروسیجرونه ترسره کول
- کلینیکي تدریس او د داخله ناروغیو اړوند علمي موضوعاتو تدریس
- د روغتون د کلینیکي او اداري چارو مدیریت او د سرطبابت په برخه کې تجربه
• عمومي داخله عملي او نظري
• په وخیمو ناروغانو کې د هاضمې سیستم د خرابوالي پر مهال د تغذیی ستراتیژي (سپین غر د طبي علومو ملي څېړنیز ژورنال)
- د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماښام ۷:۳۰ پورې
- ایمیل ادرس: waheedunabizada45@gmail.com
- اړیکو شمیره:+93730120738