طبي پروفایل متخصص دوکتور رحیم دل شیرزاد Spinghar Momand Hospital

د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل

علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي

متخصص دوکتور رحیم دل شیرزاد

متخصص دوکتور رحیم دل شیرزاد

د اطفالو داخله ناروغیو متخصص

د ماشومانو د ناروغیو د تشخیص او درملنې پراخه تجربه لري او د سپین غر مومند روغتون د ماشومانو د څانګې مسؤلیت پر غاړه لري.

  • متخصص دوکتور رحیم دل شیرزاد د ننګرهار پوهنتون د معالجوي طب له پوهنځي څخه د معالجوي طب لیسانس سند ترلاسه کړی دی. نوموړي د داخله اطفالو په برخه کې د کابل اتاترک روغتون څخه په بریالیتوب سره خپل تخصص بشپړ کړی او همدارنګه یې د کابل پوهنتون څخه د هستوپتالوژۍ په برخه کې د ماستری تر کچې زده کړې کړي دي.
  • ښاغلی متخصص شیرزاد اوس مهال د سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون کې د د ماشومانو څانګې د مسؤل په توګه دنده ترسره کوي.
  • نوموړي د کوچنیانو د ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې پراخه عملي تجربه لري او له دې وړاندې یې د الحیات روغتون د کوچنیانو په څانګه او همدارنګه د فرانسویانو روغتون کې د متخصص ډاکټر په توګه دنده ترسره کړې ده.
  • ډاکټر رحیم دل شیرزاد د نویو زېږېدلو ماشومانو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د بېلابېلو ناروغیو د تشخیص، درملنې او مخنیوي په برخه کې مسلکي وړتیا لري او تل هڅه کوي چې خپلو ناروغانو ته د معیاري، دقیقو او پر شواهدو ولاړو طبي اصولو مطابق روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
  • لیسانس:
  • ننګرهار طب پوهنځی
  • ماستري:
  • کابل طبي پوهنتون
  • تخصص:
  • کابل اتاترک روغتون
  • مسلکي ترینینګونه:
  • د BLS (Basic Life Support) او PALS (Pediatric Advanced Life Support) مسلکي روزنې بشپړول.
  • د AWD (Acute Watery Diarrhea) د وقایې او درملنې په برخه کې تخصصي روزنه.
  • د IP (Infection Prevention) یا د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول روزنه.

• د کوچنیانو ناروغیو تشخیص او درملنه

• اطفال عملي

  • په روغتون کې د شتون وخت او اړیکو معلومات:
  • د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ پورې
  • ایمیل ادرس: rahemdilsherzad2023@gmail.com
  • اړیکو شمیره:0778900620
د ملاقات غوښتنه وکړئ