طبي پروفایل
دوکتور الفت الله زاهد
Spinghar Momand Hospital
د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل
علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي
دوکتور الفت الله زاهد
عمومي داخله
د داخله ناروغیو متخصص دی، د تشخیص، درملنې او جدي ناروغانو د مدیریت پراخه تجربه لري
- متخصص دوکتور الفت الله زاهد په ۱۳۸۹ هـ.ل کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي څخه د معالجوي طب په برخه کې فارغ شوی دی. نوموړي له فراغت وروسته د داخله ناروغیو په برخه کې خپله تخصصي روزنه پیل کړه او په کال 1393 کې یی په بریالیتوب سره د تخصص دوره بشپړه کړه.
- ډاکټر الفت الله زاهد له ۱۳۹۲ هـ.ل کال څخه تر ۱۳۹۹ هـ.ل کال پورې د روښان پوهنتون طب پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړی له ۱۳۹۲ هـ.ل کال څخه تر اوسه پورې د سپین غر پوهنتون او سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون سره په دنده بوخت دی او د استادۍ ترڅنګ د داخله ناروغیو د متخصص په توګه مسلکي فعالیت کوي.
- نوموړي په ۱۳۹۴ هـ.ل کال کې د ننګرهار حوزوي روغتون د GICU (General Intensive Care Unit) په څانګه کې، چې د لومړي ځل لپاره پرانیستل شوې وه، د یو کال لپاره دنده ترسره کړې او د جدي ناروغانو د مدیریت او درملنې په برخه کې یې عملي تجربه ترلاسه کړې ده.
- همدارنګه، ډاکټر الفت الله زاهد له ۱۳۹۵ هـ.ل کال څخه تر ۱۴۰۴ هـ.ل کال پورې د نشتر ګردو روغتون کې د داخله ناروغیو د متخصص په توګه د سهار له خوا دنده ترسره کړې ده.
- دوکتور الفت الله زاهد د داخله ناروغیو د تشخیص، درملنې او د جدي ناروغانو د مدیریت په برخه کې پراخه کلینیکي تجربه لري. چې د خپل مسلکي فعالیت ترڅنګ د طبي زدهکوونکو د علمي او عملي روزنې په برخه کې هم فعاله ونډه اخلي او هڅه کوي چې د معیاري طبي اصولو او مسلکي معیارونو مطابق روغتیايي او تدریسي خدمتونه وړاندې کړي.
- لیسانس: ننګرهار پوهنتون معالجوي طب پوهنځی (1383-1389)
- تخصص: عمومي داخله (1393)
- مسلکي ترینینګونه:
- 1. Indira Gandhi Hospital, India د ICU (Intensive Care Unit) په برخه کې د یوې میاشتې مسلکي روزنه، ۱۳۹۳ هـ.ل کال.
- 2. PIMS, Islamabad, Pakistan د Nephrology د پښتورګو ناروغیو په برخه کې درې میاشتنی مسلکي ترینینګ، ۱۳۹۴ هـ.ل کال.
- 3. NRH – Jalalabad د COVID-19 Management کرونا ناروغۍ مدیریت په برخه کې پنځه ورځنی مسلکي ترینینګ، ۱۴۰۱ کال.
- داخله معالجه (Internal Medicine) او د بېلابېلو داخله ناروغیو تشخیص او درملنه
- GICUجدي پاملرنه او د جدي ناروغانو مدیریت
- تدریس او د محصلینو علمي او عملي روزنه
- د داخله ناروغیو په برخه کې کلینیکي مشوره او د ناروغانو څارنه
- د ډیالیزس ناروغانو ته د DLC تیرول او منجمنټ
• اناټومي، داخله
- د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماښام ۲:۳۰ پورې
- ایمیل ادرس: ulfatzahid514@gmail.com
- اړیکو شمیره:+93780645456