د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل
علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي
متخصص دوکتور عبدالقادر دردمند
د داخله انتاني ناروغیو او الټراساونډ متخصص
د داخله او انتاني ناروغیو متخصص دی، د الټراساونډ په برخه کې مهارت لري او له ۱۳ کلونو څخه زیاته مسلکي تجربه لري
متخصص دوکتور عبدالقادر دردمند د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د داخله څانګې شیف (مشر) دی، چې د داخلي ناروغیو د تشخیص، درملنې او روغتیايي خدمتونو په برخه کې له ۱۳ کلونو څخه زیاته عملي او مسلکي تجربه لري. نوموړی په کال ۱۳۸۷ کې د کندهار پوهنتون د معالجوي طب له څانګې څخه فارغ شوی او په کال او بیا یې د ننګرهار د عامې روغتیا حوزوي روغتون څخه په داخله انتاني ناروغیو کې خپله تخصصي دوره په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده. دوکتور عبدالقادر دردمند د عمومي داخلې او داخله انتاني ناروغیو متخصص دی او د داخلي ناروغیو د ساده، پیچلو او مزمنو حالتونو د تشخیص، درملنې او تعقیب په برخه کې پراخه عملي تجربه لري. سربېره پر دې، د الټراساونډ (Ultrasonography) په برخه کې هم تخصصي مهارت لري او د ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره له عصري الټراساونډي تخنیکونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه اخلي. نوموړي د توبرکلوز (TB) د تشخیص، درملنې او مدیریت په برخه کې ځانګړې تخصصي روزنه هم ترلاسه کړې ده، چې له امله یې د سږو او نورو انتاني ناروغیو په تشخیص، درملنه او کنټرول کې د پام وړ علمي او عملي وړتیا لري. د داخله څانګې د شیف (مشر) په توګه، دوکتور عبدالقادر دردمند د ناروغانو د معیاري درملنې تر څنګ د څانګې د علمي او مسلکي فعالیتونو رهبري، د طبي پرسونل همغږي، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت څارنه، د درملنې د نړیوالو معیارونو پلي کول او د ځوانو ډاکټرانو مسلکي لارښوونه پر غاړه لري. د هغه اوږده تجربه، مسلکي ژمنتیا، لوړ طبي اخلاق او ناروغ-محوره چلند د دې لامل شوی چې د ناروغانو او همکارانو ترمنځ د باور وړ او درناوي وړ شخصیت وپېژندل شي
- لیسانس:معالجوي طب پوهنځی
- تخصص: داخله انتاني تخصص او الټراساونډ تخصص
- مسلکي ترینینګونه: توبرکلوز
- • د عمومي داخلې ناروغیو هر اړخیز تشخیص، درملنه او دوامداره تعقیب.
- • د داخله انتاني ناروغیو لکه توبرکلوز (TB، د ځیګر د ویروس هیپټایټس او نور ټول انواع، بکتریايي او نورو انتاني) ناروغیو تخصصي تشخیص او درملنه.
- • د الټراساونډ معایناتو مسلکي ترسره کول او د راپورونو دقیق وضاحت.
- • د سږو، ځیګر، پښتورګو، هاضمې سیستم، شکرې، لوړ فشار او نورو مزمنو داخلي ناروغیو پرمختللې معالجه.
- • د عاجلو داخلي ناروغانو ارزونه، ثبات او بیړنۍ درملنه.
- • د توبرکلوز ناروغانو تشخیص، درملنه، تعقیب او د ناروغۍ د مخنیوي پروګرامونو پلي کول.
- • د ناروغانو لپاره د شواهدو پر بنسټ ( (Evidence-Based Medicineمعیاري او باکیفیته روغتیايي درملنه ترسره کول.
- • د داخله څانګې رهبري، د طبي پرسونل مسلکي همغږي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت دوامداره ښه والی.
- • د ناروغانو، د هغوی د کورنیو او روغتیايي کارکوونکو لپاره مسلکي طبي مشورې او روغتیايي لارښوونې وړاندې کول.
- • د لوړو مسلکي معیارونو، طبي اخلاقو او ناروغ-محوره خدمتونو ته ژمنتیا.
• توبرکلوز، انتاني، داخله عملي – التراساوند
• د Hepatitis B د ناروغۍ په کنټرول او مخنیوي کې د واکسین اغیزې
- د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ پورې
- ایمیل ادرس: abdulqaderdardman@gmail.com
- اړیکو شمیره:07806607935