طبي پروفایل متخصص دوکتور امیدالرحمن ځلاند Spinghar Momand Hospital

د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل

علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي

متخصص دوکتور امیدالرحمن ځلاند

متخصص دوکتور امیدالرحمن ځلاند

د اطفالو متخصص

د اطفالو متخصص دی او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ناروغیو په تشخیص او درملنه کې مسلکي تجربه لري.

  • ډاکټر امیدالرحمن ځلاند د تریلي عالي لېسې څخه په کال ۲۰۱۱ م کې فارغ شوی او د سپین غر پوهنتون د معالجوي طب له پوهنځي څخه یې په ۲۰۱۸ کال کې د معالجوي طب لیسانس سند ترلاسه کړی دی.
  • همدا راز نوموړي د کوچنیانو (اطفالو) په برخه کې تخصص د ننګرهار پوهنتون له تدریسي روغتون څخه په ۲۰۲۳ م کال کې په بریالیتوب سره بشپړ کړی دی. د تخصص تر بشپړېدو وروسته، د سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون سره د اطفالو متخصص په توګه یوځای شوی او تر اوسه په همدې روغتون کې دنده ترسره کوي.
  • ډاکټر امیدالرحمن ځلاند د نویو زېږېدلو ماشومانو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د بېلابېلو ناروغیو د تشخیص، درملنې او مخنیوي په برخه کې مسلکي تجربه لري او د خپلو ناروغانو لپاره د معیاري، دقیقو او پر شواهدو ولاړو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
  • لیسانس:
  • سپین غر پوهنتون – معالجوي طب پوهنځی (2018 م)
  • تخصص:
  • ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون – د کوچنیانو ناروغیو تخصص (۱۳۹۸ هـ ش)
  • مسلکي ترینینګونه:
  • • د ماشومانو د حاد تنفسي انتاناتو ARI)، شري (Measles، توري ټوخلي (Pertussis، ډیفټیریا (Diphtheria او د ماشومانو د ګوزڼ (Polio د مخنیوي او مدیریت اړوند مسلکي روزنه.
  • • د روغتیايي مدیریت (Management Training روزنه.
  • • د WHO په همکارۍ د IMNCI (Integrated Management of Neonatal and Childhood Illness) پروګرام روزنه.
  • • د PU-AMI اړوند مسلکي روزنه.
  • • د FSNC پروګرام روزنه.

• د کوچنیانو ناروغیو تشخیص او درملنه

اطفال عملي

  • د معالجې وخت: شنبه تر چهارشنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ پورې
  • ایمیل ادرس:
  • اړیکو شمیره:
د ملاقات غوښتنه وکړئ