طبي پروفایل متخصصه دوکتورس شغله شینوارې Spinghar Momand Hospital

د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل

علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي

متخصصه دوکتورس شغله شینوارې

متخصصه دوکتورس شغله شینوارې

د نسائی ولادي ناروغیو متخصصه

د ښځو د روغتیا، امیندوارۍ، خوندي ولادت او الټراساونډ په برخه کې پراخه تجربه لري او د نسایي او ولادي متخصصه ده

  • متخصصه دوکتورس شغله شینوارې د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټره ده، چې په 1392 لمریز کال کې یې د اریانا پوهنتون د معالجوي طب په څانګه کې یی خپلې لوړې زده کړې په بریالیتوب سره بشپړې کړې دي. نوموړې وروسته د ننګرهار تدریسي روغتون د نسایي او ولادي ناروغیو په تخصصي پروګرام کې شامله شوه او په 1398 لمریز کال کې یې د نسایي او ولادي ناروغیو تخصص په بریالیتوب سره بشپړ کړ.
  • دوکتورس شغله شینوارې د خپلو مسلکي فعالیتونو په لړ کې د ښځو د روغتیا، د امیندوارۍ د پاملرنې، د لوړ خطر لرونکو امیندوارۍ، خوندي ولادت، د نسایي او ولادي ناروغیو د تشخیص او درملنې، او د مور او ماشوم د روغتیا د ساتنې په برخو کې پراخه کاري تجربه ترلاسه کړې ده. نوموړې د خپلو کلینیکي خدمتونو پر مهال د شواهدو پر بنسټ د تشخیص او درملنې له اصولو څخه په ګټې اخیستنې، د ناروغانو د خوندیتوب، طبي اخلاقو او نړیوالو مسلکي معیارونو رعایت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
  • هغه د نسایي او ولادي ناروغیو اړوند د بېلابېلو جراحي او غیرجراحي خدمتونو په وړاندې کولو کې ارزښتناکه تجربه لري او د ناروغانو د دقیقې ارزونې، مناسبو روغتیایی پرېکړو، اغېزناکې مشورې او دوامدارې تعقیبي پاملرنې له لارې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو هڅه کوي. نوموړې د روغتیايي ټیم له نورو غړو سره په ګډه کار کولو، د ناروغانو او د هغوی د کورنیو د پوهاوي لوړولو او د ناروغ د رضایت د تأمین په برخه کې هم ځانګړې وړتیا لري.
  • دوکتورس شغله شینوارې د الټراساونډ (Ultrasound) په برخه کې ځانګړې مسلکي روزنه (Training) هم ترلاسه کړې، چې له امله یې د ښځینه ناروغیو او امیندوارۍ اړوند د الټراساونډ معایناتو د ترسره کولو او د دقیق پایلو ترلاسه کولو او واضح وړتیا لري.
  • اوس مهال نوموړې په سپین غر مومند پنځوس بستریز روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) کې د نسایي او ولادي څانګې د مشرې (Chief of Obstetrics and Gynecology Department) په توګه دنده ترسره کوي او د یادې څانګې د کلینیکي، معالجوي او اداري چارو مشري پر غاړه لري. نوموړې ژمنه ده چې د خپلو علمي وړتیاوو، تخصصي تجربو او مسلکي مهارتونو په مټ ښځو ته خوندي، باکیفیته او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او د مور او ماشوم د روغتیا د ښه والي لپاره اغېزناک رول ولوبوي..
  • لیسانس:
  • اریانا پوهنتون معالجوي طب پوهنځی
  • تخصص:
  • ننګرهار حوزوي روغتون نسایی ولادي څانګه
  • مسلکي ترینینګونه:
  • U/S
  • • د نسایي او ولادي ناروغیو تشخیص او درملنه
  • • د امیندوارۍ د مودې څارنه او مدیریت
  • • د لوړ خطر لرونکو امیندوارۍ ارزونه او درملنه
  • • د طبیعي او پېچلو ولادتونو مدیریت
  • • د نسایي ناروغیو کلینیکي معاینات او ارزونه
  • • د الټراساونډ ( (Ultrasound) معاینې ترسره کول او د پایلو وضاحت
  • • د نسایي او ولادي ناروغیو اړوند د ټولو کوچنیو او لویو جراحي عملیاتونو ترسره کول
  • • د ولادي او نسایي بېړنیو حالتونو مدیریت
  • • د زېږون وروسته د مور روغتیايي پاملرنه
  • • د کورنۍ د تنظیم (Family Planning) په اړه اړینې مشورې
  • • د ښځو د روغتیا د وقایوي او معالجوي خدمتونو وړاندې کول
  • د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ پورې
  • ایمیل ادرس: murtazakhan77hh@gmail.com
  • اړیکو شمیره:0701235655
د ملاقات غوښتنه وکړئ