طبي پروفایل دوکتور انصارالله صافی Spinghar Momand Hospital

د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل

علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي

دوکتور انصارالله صافی

دوکتور انصارالله صافی

عمومي داخله

د بېړنیو، داخله او انتاني ناروغیو په برخه کې شاوخوا شپږ کلنه کلینیکي تجربه لري

  • دوکتور انصارالله صافي په ۱۳۹۷ هـ.ل کال کې د سپین غر پوهنتون د معالجوي طب له پوهنځي څخه فارغ شوی دی. نوموړي له فراغت وروسته خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکړی او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې د پام وړ عملي تجربه ترلاسه کړې ده.
  • ډاکټر انصارالله صافي له تېرو شاوخوا شپږو کلونو راهیسې د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون کې د معالج ډاکټر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړي د روغتون په بېلابېلو کلینیکي څانګو کې دندې ترسره کړې، چې عاجله خونه (Emergency Department)، داخله وارډ (Internal Medicine Ward)، د جدي پاملرنې څانګه (ICU)، انتاني ناروغیو څانګه (Infectious Diseases)،OPD د خارج بستر څانګه (Outpatient Department)یی د یادونې وړ دي
  • نوموړي له سپین غر مومند روغتون سره له یوځای کېدو وړاندې هم په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي روغتیايي مرکزونو او مؤسساتو کې دنده ترسره کړې او د مختلفو کلینیکي حالتونو د تشخیص، درملنې او ناروغانو د څارنې په برخه کې یې عملي تجربه ترلاسه کړې ده.
  • ډاکټر انصارالله صافي د بېړنیو، داخله او انتاني ناروغیو د ناروغانو د لومړنۍ ارزونې او مدیریت، د جدي ناروغانو د څارنې او د OPD خدماتو په برخه کې عملي وړتیا لري او هڅه کوي چې ناروغانو ته د معیاري طبي اصولو مطابق مسلکي او باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
  • لیسانس: سپین غر پوهنتون معالجوي طب پوهنځی (1397)
  • مسلکي ترینینګونه:
  • 1. IPC Waste Management
  • 2. Research Methodology
  • 3. ECG+ Echo
  • 4. Mechanical Ventilator
  • • د عاجلو او بیړنیو ناروغانو لومړنۍ ارزونه او مدیریت
  • • د داخله ناروغیو تشخیص او درملنه
  • • د ICU ناروغانو څارنه او مدیریت
  • • د انتاني ناروغیو تشخیص، درملنه او مدیریت
  • • د OPD ناروغانو معاینه، تشخیص او درملنه
  • • د داخل بستر ناروغانو دوامداره څارنه او کلینیکي مدیریت

• داخله نظري او عملي تدریس

  • د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماښام ۷:۳۰ پورې
  • ایمیل ادرس: ansrullahsafikhan@gmail.com
  • اړیکو شمیره:+93785050363
د ملاقات غوښتنه وکړئ