طبي پروفایل
متخصص دوکتور حبیب الرحمن مشواڼی
Spinghar Momand Hospital
د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل
علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي
متخصص دوکتور حبیب الرحمن مشواڼی
کارډیالوژي متخصص
د کارډیالوژۍ متخصص دی او د زړه د ناروغیو په تشخیص، درملنه او انټروینشنل پروسیجرونو کې پراخه مسلکي وړتیا لري
- متخصص دوکتور حبیب الرحمن مشواڼی د سپین غر پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي فارغ دی او د ستاژ (House Job) دوره یی د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون (Lady Reading Hospital) کې بشپړه کړې، متخصص دوکتور حبیب الرحمن مشواڼي د زړه ناروغیو (کارډیالوژۍ) په برخه کې پنځه کلنه تخصصي دوره د پاکستان په لاهور یونیورسیټي آف هیلت ساینسیز (University of Health Sciences – UHS) کې په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده.
- نوموړی د زړه ناروغیو (کارډیالوژۍ) په برخه کې متخصص ډاکټر دی او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او انټروینشنل کارډیالوژۍ (Interventional Cardiology) په برخه کې پراخه پوهه او کاري تجربه لري. نوموړی د زړه د ناروغانو د دقیقې ارزونې او اغېزناکې درملنې ترڅنګ په ایکوکارډیوګرافي (Echocardiography)، د زړه انجیوګرافي (Coronary Angiography)، د زړه انجیوپلاسټي (Coronary Angioplasty)، د دایمي پیس مېکر لګول (Permanent Pacemaker – PPM)، موقتي پیس میکر((TPM او هولټر مانېټرنګ (Holter Monitoring) تخصصي پروسیجرونو کې مسلکي وړتیا لري.
- ډاکټر حبیب الرحمن مشواڼی اوس مهال د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (د سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) کې د زړه ناروغیو د متخصص (کارډیالوژیست) په توګه دنده ترسره کوي او خپلو ناروغانو ته د نړیوالو طبي معیارونو او اصولو سره سم دقیق، باوري او تخصصي روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
- نوموړی د معاصرې کارډیالوژۍ له پرمختللو معیارونو سره سم د خپلو مسلکي مهارتونو، تجربې او ژمنتیا پر مټ هڅه کوي چې د زړه د ناروغیو په دقیق تشخیص، اغېزناکې درملنې او مخنیوي کې غوره خدمتونه وړاندې کړي. هغه د ناروغانو د خوندیتوب، رضایت او د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره ژمن دی او د هېوادوالو د روغتیا په بهتروالي کې اغېزناکه ونډه لري.
- لیسانس:
- سپین غر پوهنتون معالجوي طب پوهنځی
- تخصص: لاهور یونیورسیټي آف هیلت ساینسیز (University of Health Sciences – UHS)کارډیالوژي برخه کې
- مسلکي ترینینګونه:
- • ایکوکارډیوګرافي (Echocardiography)
- • د زړه انجیوګرافي (Coronary Angiography)
- • د زړه انجیوپلاسټي (Coronary Angioplasty)
- • د دایمي او موقتي پیس مېکر لګول (Permanent Pacemaker – PPM & Temporary Pacemaker TPM)
- • د ورزش د زغم ازموینه (Exercise Tolerance Test – ETT)
Comparison of Frequency of Mitral Valve Regurgitation in Anterior Wall Myocardial Infarction
- د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ پورې
- ایمیل ادرس: habibmashwani004@gmail.com
- • اړیکو شمیره:0771490647