طبي پروفایل
دوکتور ولي محمد شینواری
Spinghar Momand Hospital
د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل
علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي
دوکتور ولي محمد شینواری
د الټراساونډ (تلویزیوني) معایناتو معالج
د الټراساونډ معالج ډاکټر دی او د بېلابېلو ناروغیو په دقیق تشخیص کې مسلکي تجربه لري
- دوکتور ولي محمد شینواری خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په ۱۳۷۵ لمریز کال کې له ښوونځي څخه په اعلی درجه بشپړې کړي. نوموړي وروسته خپلې لوړې زده کړې د شیخ زاید پوهنتون د طب په پوهنځي کې ترسره کړي او په ۱۳۸۸ لمریز کال کې یې د معالجوي طب (MD) سند ترلاسه کړی دی.
- ډاکټر ولي محمد شینواری د الټراساونډ (Ultrasonography) په برخه کې معالج ډاکټر دی او د بېلابېلو ناروغیو د تشخیص لپاره د تلویزیوني معایناتو په ترسره کولو کې مسلکي تجربه لري. نوموړی د معیاري او دقیقو تشخیصونو له لارې د ناروغانو د درملنې په بهیر کې مهم رول لوبوي.
- ډاکټر ولي محمد شینواری اوس مهال د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (د سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) کې د الټراساونډ معالج ډاکټر په توګه دنده ترسره کوي او خپلو ناروغانو ته د معیاري، دقیقو او پر شواهدو ولاړو طبي اصولو مطابق تشخیصي خدمتونه وړاندې کوي.
- نوموړی تل هڅه کوي چې د خپلو مسلکي مهارتونو، دقت او ژمنتیا له لارې د ناروغانو لپاره باوري، خوندي او لوړ کیفیت لرونکي تشخیصي خدمتونه وړاندې کړي او د هېوادوالو د روغتیا د ښه والي په برخه کې اغېزمنه ونډه واخلي.
- لیسانس:
- شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځی
• دناروغانو معاینه او تشخیص
- د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ پورې
- ایمیل ادرس: walimohammad8@gmail.com
- اړیکو شمیره:0787911183