طبي پروفایل
دوکتورس نداء عبید
Spinghar Momand Hospital
د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل
علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي
دوکتورس نداء عبید
د نسائی ولادي ناروغیو معالجه
د نسایي او ولادي ناروغیو، امیندوارۍ او خوندي ولادت په برخه کې عملي تجربه لري
- دوکتورس نداء عبید د سپین غر پوهنتون د طب له پوهنځي څخه په ۲۰۲۲ کال کې د معالجوي طب له څانګې فارغه ده. نوموړې له فراغت وروسته په بېلابېلو ملي او نړیوالو روغتیايي ادارو کې د قابلې او معالجې ډاکټرې په توګه دندې ترسره کړي او د نسائی او ولادي ناروغیو، د امیندوارۍ د پاملرنې، خوندي ولادت او د مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې یې ارزښتناکه عملي تجربه ترلاسه کړې ده.
- دوکتورس نداء عبید د خپلو مسلکي دندو پر مهال د ناروغانو د دقیقې ارزونې، تشخیص، درملنې او مشورې ورکولو په برخو کې فعاله ونډه اخیستې او تل یې هڅه کړې چې د طبي اخلاقو، مسلکي معیارونو او د ناروغانو د حقونو په بشپړ رعایت سره باکیفیته او خوندي روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
- نوموړې د ناروغانو د درناوي، مؤثرې اړیکې، د ټیمي کار، او د شواهدو پر بنسټ د طبي خدمتونو وړاندې کولو ته ځانګړې پاملرنه لري او باور لري چې د ناروغ باور، د دقیق تشخیص او مناسبې درملنې بنسټ جوړوي.
- اوس مهال دوکتورس نداء عبید په سپین غر مومند پنځوس بستریز روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) کې د معالجې ډاکټرې په توګه دنده ترسره کوي او ژمنه ده چې د خپلو علمي او مسلکي تجربو په مټ ناروغانو ته د لوړ کیفیت، خوندي او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.
- سپین غر پوهنتون
- مسلکي ترینینګونه:
- Maternal, Infant and Young Child Nutrition (MIYCN), Maternal and Child Health (MCH), Medical Ethics
- • د امیندوارۍ پر مهال د مور او جنین روغتیايي څارنه ((Antenatal Care
- • د طبیعي ولادت مدیریت او ترسره کول ((Normal Vaginal Delivery
- • د ولادي بېړنیو حالتونو تشخیص او مدیریت ((Emergency Obstetric Care
- • د کورنۍ د تنظیم په اړه مشوره او لارښوونه ((Family Planning Counseling
- • د نسایي او ولادي کوچنیو جراحي پروسیجرونو ترسره کول (Minor Obstetric and Gynecological Procedures)
- • د زېږون وروسته د مور او نوي زېږېدلي ماشوم روغتیايي پاملرنه (Postnatal Care)
- • د الټراساونډ د پایلو تفسیر او ارزونه ((Ultrasound Interpretation
- د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۷:۳۰ څخه تر ماسپښین ۲:۳۰ پورې
- ایمیل ادرس: nedaobaid1997@gmail.com
- اړیکو شمیره:0730926674