طبي پروفایل
دوکتور محمد مشعل کریمي
Spinghar Momand Hospital
د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل
علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي
دوکتور محمد مشعل کریمي
د کوچنیانو د داخله ناروغیو متخصص
د نویو زېږېدلو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ناروغیو په تشخیص او درملنه کې پراخه تجربه لري
- متخصص دوکتور محمد مشعل کریمي د ننګرهار پوهنتون د طب له پوهنځي څخه په کال ۱۳۹۸ لمریز کې د معالجوي طب (MD) سند ترلاسه کړی دی. نوموړي همداراز په کال ۱۴۰۱ لمریز کې د کوچنیانو د ناروغیو (داخله اطفالو) تخصصي دوره د ننګرهار پوهنتون په تدریسي روغتون کې په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده.
- ډاکټر محمد مشعل کریمي د ماشومانو د ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې پراخه علمي او کاري تجربه لري. نوموړي له دې وړاندې د سلام معالجوي روغتون او ننګ روغتون کې د اطفالو د متخصص ډاکټر په توګه دندې ترسره کړې دي، چې په ترڅ کې یې د نویو زېږېدلو ماشومانو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د بېلابېلو ناروغیو د تشخیص، درملنې او تخصصي طبي پاملرنې په برخه کې ارزښتناکه تجربه ترلاسه کړې ده.
- ډاکټر کریمي اوس مهال د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (د سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) کې د اطفالو د متخصص ډاکټر په توګه دنده ترسره کوي او خپلو ناروغانو ته د معیاري، دقیقو او پر شواهدو ولاړو (Evidence-Based) طبي اصولو مطابق روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. نوموړی د خپل مسلکي رسالت له مخې د هېوادوالو د روغتیا ساتنې او د ماشومانو د غوره طبي پاملرنې لپاره په بشپړه ژمنتیا خدمت کوي.
- ډاکټر محمد مشعل کریمي د نویو زېږېدلو ماشومانو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا ساتنې، د ناروغیو د مخنیوي، دقیق تشخیص او اغېزمنې درملنې په برخه کې ژمن متخصص دی. نوموړی تل هڅه کوي چې د خپلو ناروغانو لپاره د لوړ کیفیت، خوندي، ناروغمحوره او نړیوالو طبي معیارونو سره سم روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، ترڅو د هغوی د روغتیا د ښه والي او هوساینې په برخه کې اغېزمنه ونډه واخلي.
- لیسانس:
- ننګرهار طب پوهنځی
- تخصص:
- ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون (د کوچنیانو داخله څانګه کې)
- مسلکي ترینینګونه:
- • IMNCI (Integrated Management of Newborn and Childhood Illnesses): د نویو زیږیدلو او ماشومانو د ناروغیو مدغم مدیریت روزنه.
- • FBNC (Facility-Based Newborn Care): په روغتیايي مرکز کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د هراړخیزې پاملرنې تخصصي روزنه.
- • IMAM (Integrated Management of Acute Malnutrition): د حادې خوارځواکۍ د مدغم مدیریت
• د نوي زیږیدلي ماشومانو پاملرنه، د ماشومانو د ودې او تغذیی ارزونه او درملنه، د ماشومانو د داخله ناروغیو تشخیص او درملنه، د ماشومانو بیړنۍ طبي پاملرنه
• د ماشومانو ناروغۍ، د ماشومانو بیړنۍ طبي پاملرنه، د نویو زېږېدلو ماشومانو ناروغۍ او د ماشومانو انتاني ناروغۍ.
- د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ پورې
- ایمیل ادرس: [mashalkarimi@yahoo.com](mailto:mashalkarimi@yahoo.com)
- اړیکو شمیره:0788909018