طبي پروفایل متخصص دوکتور انعام الدین رحیمزی Spinghar Momand Hospital

د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل

علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي

متخصص دوکتور انعام الدین رحیمزی

متخصص دوکتور انعام الدین رحیمزی

ENT ناروغیو متخصص

د غوږ، پوزې او ستوني (ENT) ناروغیو متخصص دی او د راډیولوژۍ برخه کې هم مسلکي زده کړې او کلینیکي تجربه لري

  • متخصص دوکتور انعام الدین رحیم زي په ۱۳۷۷ هـ.ل کال کې د روداتو ولسوالۍ حصارک مزینې عالي لیسې څخه فارغ شوی دی. نوموړي له فراغت وروسته په ۱۳۷۹ هـ.ل کال کې د ننګرهار عامې روغتیا د طبي علومو په چوکاټ کې د راډیولوژۍ څانګې ته شامل شو او په ۱۳۸۲ هـ.ل کال کې یې په بریالیتوب سره خپلې زده کړې بشپړې او د راډیولوژۍ په برخه کې یې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې.
  • نوموړي د خپلې مسلکي پوهې د پراختیا او لوړو طبي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه په ۱۳۹۰ هـ.ل کال کې د روښان پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي ته شامل شو او په ۱۳۹۶ هـ.ل کال کې یې د معالجوي طب له پوهنځي څخه فراغت ترلاسه کړ.
  • دوکتور انعام الدین رحیم زي له طبي زده کړو وروسته د تخصصي زده کړو په برخه کې هم خپلې زده کړې تعقیب کړې او په ۱۳۹۹ هـ.ل کال کې د ننګرهار حوزوي روغتون د غوږ، پوزې او ستوني (ENT) څانګې د تخصص پروګرام ته شامل شو. نوموړي په ۱۴۰۳ هـ.ل کال کې د ENT تخصصي دوره په بریالیتوب سره بشپړه کړه او د غوږ، پوزې او ستوني ناروغیو متخصص په توګه یې خپلې مسلکي زده کړې بشپړې کړې.
  • متخصص دوکتور انعام الدین رحیم زي د راډیولوژۍ، معالجوي طب او په ځانګړي ډول د غوږ، پوزې او ستوني (ENT) په برخه کې د مسلکي زده کړو او روزنې ترڅنګ د ناروغانو د تشخیص او درملنې په برخه کې کلینیکي وړتیا لري. نوموړی هڅه کوي چې د ناروغانو د تشخیص او درملنې پر مهال د معیاري طبي اصولو مطابق دقیق او مسلکي روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
  • لیسانس: روښان پوهنتون (معالجوي طب) پوهنځی
  • تخصص: ENT ننګرهار حوزوي روغتون
  • مسلکي ترینینګونه:
  • • ECG
  • • IP
  • • لیتو تراپسي
  • • د OPD, IPD غوږ، پوزې او ستوني ناروغۍ (ENT)تشخیص، درملنه او جراحي پروسیجرونه ترسره کول
  • • د ENT ناروغانو کلینیکي معاینه او ارزونه
  • • راډیولوژي او د طبي انځور اخیستنې اړوند مسلکي زده کړې
  • • د معالجوي طب په برخه کې د ناروغانو عمومي کلینیکي ارزونه

• د ENT مضمون عملي تدریس

  • د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۷:۳۰ څخه تر ماسپښین ۲:۳۰ پورې
  • ایمیل ادرس: abozarrahimzai@gmail.com
  • اړیکو شمیره:+93785607412
د ملاقات غوښتنه وکړئ