طبي پروفایل
متخصص دوکتور عبد المالک صافي
Spinghar Momand Hospital
د ډاکټر بشپړ مسلکي پروفایل
علمي، کلینیکي او څېړنیز معلومات په یو منظم او معیاري طبي پروفایل کې وړاندې شوي دي
متخصص دوکتور عبد المالک صافي
عقلي او عصبي ناروغیو متخصص
د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص دی او د دغو ناروغیو په تشخیص، درملنه او تعقیب کې مسلکي تجربه لري
- متخصص دوکتور عبدالمالک ساپی د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص دی چې د طب په برخه کې یې علمي زده کړې او تخصصي روزنه په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده. نوموړی د عقلي او عصبي ناروغیو د تشخیص، درملنې او ناروغانو د مسلکي پاملرنې په برخه کې تخصصي وړتیا او مسلکي تجربه لري.
- دوکتور عبدالمالک ساپي خپلې ثانوي زده کړې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د اسلامیه کالج، پېښور، کوزه پښتونخوا څخه بشپړې کړې. وروسته یې خپلې لوړې طبي زده کړې د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي کې ترسره کړې او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې د طب له پوهنځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ. نوموړي له طبي زده کړو وروسته د تخصصي زده کړو او مسلکي پرمختګ په موخه د عامې روغتیا وزارت د تخصص پروګرام ته شامل شو او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې یې د عقلي او عصبي ناروغیو په برخه کې د تخصص برنامه هم په بریالیتوب سره بشپړه کړ. دوکتور عبدالمالک ساپی د عقلي او عصبي ناروغیو په برخه کې د ناروغانو د معاینې، تشخیص، درملنې او تعقیب په برخه کې مسلکي فعالیت کوي او هڅه کوي د معیاري طبي اصولو او شواهدو پر بنسټ ناروغانو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
- د نوموړي علمي زده کړې، تخصصي روزنه او مسلکي ژمنتیا هغه د عقلي او عصبي ناروغیو په برخه کې له مسلکي روغتیايي کادرونو څخه ګرځولی دی.
- لیسانس: پکتیا پوهنتون (طب پوهنځی)
- تخصص: عقلي عصبي 2022
- مسلکي ترینینګونه:
- • Cognitive Behavioral Therapy (CBT) – ادراکي ـ سلوکي درملنه
- • Dialectical Behavior Therapy (DBT) – ډیالکټیکي سلوکي درملنه
- • Motivational Interviewing (MI) – هڅوونکې مرکې/مشورې
- • Trauma-Focused Therapy – د صدمې پر بنسټ رواني درملنه
- • Other Types of Psychotherapy – د رواني درملنې نور ډولونه
- • د عقلي او رواني ناروغیو د ناروغانو کلینیکي ارزونه، تشخیص او درملنه
- • د رواني ناروغیو د نښو، علایمو او د ناروغ د رواني وضعیت مسلکي ارزونه (Mental Status Examination)
- • د اضطراب، خپګان، وسواس، رواني صدمې او نورو عامو رواني اختلالاتو تشخیص او درملنه
- • د Cognitive Behavioral Therapy (CBT) د اصولو په کارولو سره رواني درملنه
- • د Dialectical Behavior Therapy (DBT) اړوند تخنیکونو کارول
- • د Motivational Interviewing له لارې د ناروغانو مشوره او د درملنې په بهیر کې د هغوی د همکارۍ پیاوړتیا
- • د رواني صدمې لرونکو ناروغانو ارزونه او Trauma-Focused Therapy
- • د ناروغانو لپاره د مناسبې درملنې پلان جوړول، تعقیب او د درملنې پایلو ارزونه
- • د ناروغانو او کورنیو لپاره رواني مشوره او روغتیايي پوهاوی ورکول
- • د اړتیا په صورت کې د نورو متخصصینو سره مسلکي همغږي او راجع کول
• د عصبي ناروغیو او عقلي ناروغیو مضامین تدریسول
- د معالجې وخت: شنبه تر پنج شنبه – د سهار ۸:۰۰ څخه تر ماښام ۲:۳۰ پورې
- ایمیل ادرس: abdulmaliksapi1@gmail.com
- اړیکو شمیره:+93777418806