وروستي او تازه خبرونه
د روغتون د وروستیو او تازه خبرونو او پرمختګونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ
متخصص دوکتور عبدالمالک ساپی (د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص)
متخصص دوکتور عبدالمالک ساپي خپلې ثانوي زده کړې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د اسلامیه کالج، پېښور، څخه بشپړې کړې دي. او په کال ۲۰۱۵ کې د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي څخه یی د فراغت سند ترلاسه کړی نوموړي همداراز په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د عامې روغتیا وزارت د تخصصي پروګرام له لارې د عقلي او عصبي ناروغیو په برخه کې خپلې تخصصي زده کړې هم بشپړې کړي دي.
نوموړی د عقلي او رواني ناروغیو د کلینیکي ارزونې، تشخیص او درملنې په برخه کې تخصصي وړتیا لري، چې د یاد کمپ په موده کې به اړمنو او بې وزله هېوادوالو ته په لاندې برخو کې مسلکي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي:
د عقلي او رواني ناروغیو کلینیکي ارزونه، تشخیص
د اړمنو هېوادوالو لپاره د ۸۰۰ عملیاتي پروسیجرونو او ۴۵۰۰ OPD ناروغانو وړیا کمپ د متخصصو ډاکترانو د پېژندنې لړۍ!
متخصص دوکتور عبدالمالک ساپی (د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص)
متخصص دوکتور عبدالمالک ساپي خپلې ثانوي زده کړې په ۲۰۰۸ میلادي کال د خیبر پښتونخوا په اسلامیه کالج کې بشپړې کړې او په ۲۰۱۵ کې د پکتیا پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي څخه فارغ شوی دی او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې یې د عامې روغتیا وزارت د تخصص پروګرام له لارې د عقلي او عصبي ناروغیو په برخه کې تخصصي زده کړې بشپړې کړي دي.
نوموړی د عقلي او رواني ناروغیو د کلینیکي ارزونې، تشخیص او درملنې په برخه کې تخصصي وړتیا لري، چې د یاد کمپ په موده کې به اړمنو او بې وزله هېوادوالو ته په لاندې برخو کې مسلکي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي:
• د عقلي او رواني ناروغیو کلینیکي ارزونه، تشخیص او درملنه
• د ناروغانو د رواني وضعیت، نښو او علایمو مسلکي ارزونه (Mental Status Examination)
• د اضطراب (اندېښنې)، خپګان، وسواس، رواني صدمې او نورو عامو رواني اختلالاتو تشخیص او درملنه
• د ادراکي ـ چلندي درملنې (CBT) د اصولو پر بنسټ رواني درملنه
• د دیالکتیکي چلندي درملنې (DBT) د تخنیکونو کارول
• د هڅوونکې مرکې (Motivational Interviewing) له لارې مشوره او د درملنې په بهیر کې د ناروغانو د همکارۍ پیاوړتیا
• د رواني صدمې لرونکو ناروغانو ارزونه او د صدمې متمرکزه رواني درملنه (Trauma-Focused Therapy)
سپین غر مومند ۵۰ بستریز روغتون د دې کمپ له لارې د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د بې وزله ناروغانو لپاره تخصصي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
زموږ نشرات وڅارئ، څو د وړیا کمپ له نورو متخصصینو او روغتیايي خدمتونو هم خبر شئ!
د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه