وروستي او تازه خبرونه

د روغتون د وروستیو او تازه خبرونو او پرمختګونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ

Main Image
ناروغانو وړیا کمپ کې د متخصصو ډاکترانو د پېژندنې لړۍ
19 Oct 2026 | 04:04 PM
Jalalabad, Nangarhar

د اړمنو هېوادوالو لپاره د ۸۰۰ عملیاتي پروسیجرونو او ۴۵۰۰، OPD ناروغانو وړیا کمپ کې د متخصصو ډاکترانو د پېژندنې لړۍ!
متخصص دوکتور سید مشتاق سادات (د اورتوپیدي او تروماتولوژي جراحي متخصص)
متخصص دوکتور سید مشتاق سادات د ننګرهار پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي څخه فارغ شوی او د ننګرهار حوزوي روغتون د تخصصي پروګرام له لارې یې د اورتوپیدي او تروماتولوژي جراحي په برخه کې تخصص بشپړ کړی دی.
نوموړی د هډوکو، بندونو، عضلاتي ـ اسکلېټي سیستم د ناروغیو او ټپونو د تشخیص او درملنې په برخه کې تجربه او تخصصي وړتیا لري، چې د یاد کمپ په موده کې به په لاندې برخو کې بې وزله هېوادوالو ته مسلکي او تخصصي وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
• د ماتو هډوکو تشخیص او درملنه
• د بې ‌ځایه شویو بندونو درملنه
• د اورتوپیدي او تروماتولوژیکي ټپونو ارزونه او مدیریت
• د هډوکو، بندونو او عضلاتي ـ اسکلېټي ناروغیو تشخیص او درملنه
• د اورتوپیدي ناروغانو جراحي او غیر جراحي درملنه
• د ناروغانو کلینیکي معاینه او د درملنې پلان جوړول
سپین غر مومند ۵۰ بستریز روغتون د دې وړیا کمپ له لارې، د هېوادوالو په ځانګړي ډول بې ‌وزله ناروغانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابروي.
زموږ نشرات وڅارئ، څو د وړیا کمپ له نورو متخصصینو او روغتیايي خدمتونو هم خبر شئ!
د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه

د ملاقات غوښتنه وکړئ