وروستي او تازه خبرونه
د روغتون د وروستیو او تازه خبرونو او پرمختګونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ
سپین غر پوهنتون د غاښونو طب پوهنځي ۱۳ تنو ستاژرانو چې دا مهال سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون کې په ستاژ زده کړو بوخت دي، د استاد عبدالرحمن جواد په ملتیا خان د مصنوعي غاښونو جوړولو لابراتوار فعالیتونه، د مصنوعي غاښونو د جوړولو پروسه، اړوند وسایل او عملي تخنیکونه له نږدې څخه وکتل.
په دې کتنه کې د لابراتوار مسؤلینو د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال محصلینو ته د مصنوعي غاښونو د جوړولو د پړاوونو، کارېدونکو موادو، وسایلو او عملي میتودونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او د لابراتوار د فعالیتونو بېلابېلې برخې یې وروپېژندلې.
د دې لیدنې موخه د مصنوعي غاښونو جوړولو په برخه کې د ستاژرانو د ترلاسه کړې پوهې لا پیاوړتیا، له کاري چاپېریال سره د هغوی لا نوره بلدتیا او د مصنوعي غاښونو د جوړولو په برخه کې د عملي مهارتونو لوړول وو، څو وکولای شي په راتلونکي کې د غاښونو مسلکي ډاکتر په توګه خپله دنده په ښه شکل ترسره کړي.
سپین غر پوهنتون او سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون، د عملي زدهکړو د پراختیا له لارې د مسلکي او وړ کادرونو روزنې ته ژمن دی، څو په راتلونکي کې ټولنې ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې اغېزمن رول ولري.
د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه