د H. pylori د تشخیص نوې اسانتیا؛ د Urea Breath Test نوی ډیجیټلي ماشین نصب او په فعالیت یې پیل وکړ
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د لابراتوار په څانګه کې د معدې د H. pylori هیلیکوباکتر پایلوري مکروب د تشخیص لپاره د Urea Breath Test (UBT) - د یوریا د تنفسي معاینې نوی ډیجیټلي ماشین نصب او فعالیت یې پیل کړ.
UBT یوه غیرتهاجمي او دقیقه معاینه ده، چې د فعال H. pylori د تشخیص او همدا رنګه د درملنې وروسته د مکروب د منځه تلو د تأیید لپاره کارول کېږي.
په دې ازموینه کې ناروغ ته د 14 Urea Cځانګړې ماده ورکول کېږي. که په معده کې H. pylori موجود وي، د دې باکتریا Urease یوریا انزایم یوریا تجزیه کوي او CO₂ تولیدوي، چې وروسته بیا په تنفس کې اندازه کېږي او د دې ازموینې حساسیت او ځانګړتیا عموماً له ۹۰–۹۵ سلنې څخه لوړه ده.
د ازموینې لپاره مهم شرایط:
• لږ تر لږه ۶ ساعته په نهاره اوسېدل؛ د لږې اندازې اوبو څښل عموماً اجازه لري.
• د PPI د معدې د تېزاب کموونکي درملو استعمال لږ تر لږه دوه اونۍ مخکې بندول.
• د انټيبیوټیک/مکروب ضد درملو او Bismuth لرونکو درملو استعمال لږ تر لږه څلور اونۍ مخکې بندول.
• د ازموینې په سهار خوراک، سګرټ او ژاولې نه کارول.
د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه