سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د جراحي ټیم له لوري د یوې ۶۰ کلنې ناروغې د Diaphragmatic Hernia عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو.
دې ناروغې له شاوخوا پنځو ورځو راهیسې د بطن او سینې له دردونو شکایت درلود، چې بالاخره سپین غر مومند روغتون ته له مراجعې کولو وروسته ورته اړین تشخیصیه او CT Scan معاینات ترسره او Diaphragmatic Hernia تشخیص، تثبیت او عملیات یې د متخصص دوکتور واحدالله امان په مشرۍ د جراحي ټیم له لوري په بریالیتوب سره ترسره شو چې اوسمهال د ناروغې روغتیايي وضعیت ښه دی او ناروغ لرونکي زموږ له روغتیايي خدمتونه خوښ دي.
د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه