وروستي او تازه خبرونه

د روغتون د وروستیو او تازه خبرونو او پرمختګونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ

Main Image
د سږو سرطان په اړه علمي سمینار وړاندې شو
01 Oct 2026 | 11:00 AM
Jalalabad, Nangarhar

سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د معالجوي طب پوهنځي محصل جلال احمد چې اوسمهال د ستاژ په زده کړو بوخت دی، د سږو سرطان (Lung Carcinoma) تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې کړ.
نوموړي ستاژر د سږو سرطان پېژندنه، ډولونه، لاملونه او د خطر عوامل، نښې او علایم، تشخیص، تفریقي تشخیص، مرحلې او د درملنې لارې چارې تشریح کړې او هم یې د Chest X-ray، CT Scan، Bronchoscopy او نورو تشخیصي معایناتو په اړه خپل راټول کړي معلومات د ژوري هیئت غړو هر یو متخصص دوکتور عبدالقادر دردمن او متخصص دوکتور الفت الله زاهد په شتون کې وړاندې کړل.
همدارنګه د سمینار په پای کې د یارې ناروغۍ د درملنې په برخه کې د جراحۍ، کیموتراپي، رادیوتراپي او حمایوي درملنې په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک شول او سمینار د ژوري هیئت غړو له لوري مثبت ارزیابي شو.
د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه

د ملاقات غوښتنه وکړئ