وروستي او تازه خبرونه
د روغتون د وروستیو او تازه خبرونو او پرمختګونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ
د ۲۵ کلن ځوان له مرۍ څخه د اندوسکوپي په واسطه د ماهي لشکه واېستل شوه
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) مسلکي روغتیايي ټیم له لوري د یوه ۲۵ کلن ځوان له مرۍ څخه د ماهي لشکه، چې شاوخوا لس ساعته یې په مرۍ کې بنده پاتې وه، د اندوسکوپي پروسیجر له لارې په بریالیتوب سره واېستل شوه.یاد پروسیجر د متخصص دوکتور وحیدالله نبيزاده په مشرۍ د روغتیايي ټیم له لوري ترسره شو، چې اوسمهال د ناروغ صحي حالت ښه دی.د نشراتو مدیریتروغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه