وروستي او تازه خبرونه
د روغتون د وروستیو او تازه خبرونو او پرمختګونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ
سپین غر پوهنتون د فرهنګي چارو مرکزي کمېټې د خوړو نړیواله ورځ محصلانو ته د عامه پوهاوي سمینار په وړاندې کولو سره ونمانځله.
د سمینار وړاندې کوونکي، پوهنیار دوکتور محبت شاه همت په خپلو خبرو کې د یادې ورځې د نمانځنې اهمیت بیان کړ او زیاته یې کړه، چې د خوړو نړیواله ورځ موږ ته دا رایادوي چې د روغ ژوند بنسټ پر سالمو، متوازنو او کافي خوړو ولاړ دی، نو په کار ده چې د تغذیې اړوند ستونزو ته جدي پام وکړو او خلکو ته د سالمې تغذیې اهمیت ورسوو.
ښاغلي همت همدارنګه د سالمې تغذیې اصول، د مایکرو او ماکرو غذايي موادو ارزښت، د غیر صحي خوړو د استعمال له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ او عامې ستونزې په مفصل ډول تشریح او هغه لارې چارې یې روښانه کړې، چې څنګه کولی شو په خپلو کورونو او کار ځایونو کې صحي خوړو ته لاسرسی ولرو.
د ملګرو ملتونو له لوري د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره شوي بیان کې راغلي، چې د اکتوبر ۱۶مه په څه باندې ۱۵۰ هېوادونو کې نمانځل کېږي «د دې ورځې موخه د لوږې په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د خوړو، خلکو او ځمکې د راتلونکي لپاره د عملي ګامونو هڅول دي. د ۲۰۲۶ کال د خوړو نړیواله ورځ د "نن نوښت وکړئ، سبا ته خواړه برابر کړئ" تر شعار لاندې یو کلنی نړیوال کمپاین دی. دا یوه بلنه ده چې ساینس، ټیکنالوژي او نوښتونه، د دودیزې پوهې ترڅنګ، په کار واچول شي ترڅو داسې کرنیز خوراکي سیسټمونه رامنځته شي چې هم نن خلکو ته خواړه ورسوي او هم هغه سرچینې خوندي کړي چې راتلونکي نسلونه پرې تکیه کوي.»
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت